په فکر کی می راشي چی امان که را پيداشي
په خپل ملت ذهیر هسی افغان که را پيدا شي
د توری شرنګ يی هلته د خوشال قبر رڼا کړي
په زړه کی د اسیا هغه دوران که را پیدا شي
(رڼا.م)
په فکر کی می راشي چی امان که را پيداشي
په خپل ملت ذهیر هسی افغان که را پيدا شي
د توری شرنګ يی هلته د خوشال قبر رڼا کړي
په زړه کی د اسیا هغه دوران که را پیدا شي
(رڼا.م)
زړه يى ډک، ساندو اخيستې چاته حال نه وايي
زمونږ د کلي مازدیګر هم بى له تا وژړید.
(رڼآ.م)
په څو ژبو ګويا يم، پوهيږم او غږيږم
په شوڼډو مى د مينې او وفا ژبه پښتو ده!
هر څومره که جامې د فکر وباسم له تنه
د سترګو په ليمو مې د حيا ژبه پښتو ده
منم چې تا ساتلې ده تیارو د رواجو کې
منزل د سباوون ته خو زما ژبه پښتو ده
بازار د چل او ول ېې یو ځل چیرته تود نه کړ
ډګر د صداقت کې مې ریښتیا ژبه پښتو ده
که تا ته دوزخي ده، خو ماته جنتي ده
د پلار نیکه په در می د سخا ژبه پښتو ده
په تا مې غرض نشته چې کومه ژبه واېئ
خو مور ده ورښودلې د (رڼا) ژبه پښتو ده!
( رڼا.م)
” دومره می حیوان سره اوس مینه ده
څومره چې انسان سره اشنا شومه
هومره مې نفرت په زړه کې ښه ولید
څومره چې له ځان سره اشنا شومه
(رڼا.م)
په کابل کی هغی ناوړی حیواني پيښې ته چې دغه دري ماشومان ېې د تبر په وهلو له ژوند نه محروم کړل.
چې د سهار له خوږ نسیم سره می
هغه وريښمین نظر په ځان لګیده
دغه وحشي توپان منګولو سره
لکه یو خوب چې پوره شوی نه وي
په یوه څرک کې رانه وتښتاوه
د ژوند جرس ته هم حیرانه یمه
څومره بی رحمه او بی زړه روان دی.
ویل ېې: پردې وطن دی څه وکړمه
دلته نشی هم زما خپلې نه دي
ما ویل: وطن کې هم پردۍ ښکاریدې
(رڼا.م)
زړه مې بې ځایه بهانې نیولې
پریږده چې ورشمه د شپې میلمه شم
او په چوپیتا د تنهاي غیږه کې
سر په سینه د شپې ورسپارمه
او په هق هق ورته ژړا وکړمه
څومره دروند شوی دا بار د اوښکو
ما د رڼا ورځې لمن کې دلته
د سر په کور درانه بارونه د سکوت ساتلي
د شپې په غیږ کې خاموشي وژنمه
(رڼا.م)
ښکلې جامې په تن ښایسته جانانه
دا ځل چې لاړلې بازار ته ګوره
هلته د عقل سودا مه هیروه!
(رڼا.م)
مونږه د سترګو او بڼو تر منځه!
د ژوند هر فصل ته موسکا کړی
دى که د سترګو په باران نشه وي
ما ورته شوڼډو کې خندا کړې ده
(رڼآ.م)