ښه یم

که مې زړه کې ورله ځای ورکړئ تل وای

د دنیا بدرنګه نیت به وم خوړلئ

که مې هر ځلې منلي د زړګي وای

د زړه کور به په ژړا وئ ستړئ ستړئ

دې بې مخه بې زړګي دستور  د ژوند ته

په سره اور کې په سرو شوڼډو خندیدلئ

اوس به وینو کې ګریوان د نصیب سور وو

که مې کاڼو د زمان ته سر نیولئ

دا سپین مخي په زړه تور خلک چې ګورم

وایم خدایه! کاش چې نه مې پیژاندلئ

ښه یم، ښه یم ای (رڼا) چې غم ېئ نه کړم

که نه ژوند به په هر ګام کې کړولئ

رڼآ.م

هلته

دا د عقل او سودا په منځ کې ورکه

کله ځان سره په جنګ کله په خلا شم

سوچ مې هم رانه پردې شي په خپل سر کې

د زړه ناوئ هم کوربه د بل په کور شي

شوڼډئ وچې شي رپیږي په ګلبڼ کئ

د یادونو په شمال راته رژیږي

سترګې هم راته باران د اوښکو جوړ کي

غږ مې هم په ډوبیدو شي په مرئ کې

زړه او شوڼډئ لیمې ټول سره یو لاس شي

نور مې وس د اوریدلو د څه نه وي

د زړه غوږ هم ستا د مینې نغمه غواړي

راشه راشه، راته وغږوه ته نن

د جنون د مینتوب سندره سر کې

ما ته لیرې په خیالونو کې ځای راکه

لږ مې لیرې له دنیا نه چیرته یوسه

خو په غیږ د بیخودې کې مې ویده که

که ېې بیه د ژوندون په ختمیدو وي

رڼا.مومند

Image

دغه مالت

اوس مو خیالونه په سرونو کې پښتو نه ګوري
دلته له وخت سره دستور د انديښنو بدلیږي
دلته وجدان، ضمیر په نوم او په خیالو کې پايي
دغه مالت کې انسانیت هم په هر دم ژړیږي
رڼا.م

afghan_boy_food