بیا هم ته

که چیرته ژوند زما په لار وخاندي
که چیرته تللې ساه زما له زړه نه
بیرته ستنه شي او ژوندې شمه زه
بیا به هم تا یادوم
بیا به هم تا یادوم
زما د زړه د هر ټکاڼ نیسم کې
زما د سترګو د اسمان ستورو کې
زما د خیال د سباوون په غیږ کې
ستا د بڼو د نظر تار ځنګیږي
زه خو کتاب ستا دبی سارئ مینې
هر شیبه بیرته لوستلې شمه
او هم د ژوند په تیرو شوو شپو کې
بیرته او بیرته زیږیدلې شمه
او ستا د مینې یاد به بیا کومه
بیاهم ته،بیا هم ته!
چیرته به پټه ستا کیسه نه کړمه
ته مې کیسه د ژوندانه شولي اوس!

انتظار

زما د سترګو د سکون خوبونه
ستا تر وصاله انتظار پاتې دي
کله چې ستا د مهربانو سترګو
ښکلې نظر په بڼو واوریږي
کله چې شات ستا د خوږو شوڼډو بیا
زما په شوڼدو باندې و څڅیږي
هلته به خوب زما بی خوبه ځان ته
یو ځلې بیا نسیم د مینې ورکړې
او زما ستړی او بې خوبه نظر
به د خوبونو په ټال و زنګوي
هلته به خوب زما لیموته راشي
بیا به خوبونه ما په غیږ کې یوسې
او بیا به سترګو ته قرار راولي

هلته به زړه زما سکون ومومي

راشه قراره بی قرار زړه ته مې
رڼا.م

د خپلواکې بیه

د خپلواکۍ بیهدلته مو زړونه د زمرو دي خو ناچاره ښکارو

دلته وحشت زمونږ په وینو چیرته نه مړیږي

دلته ناره د عدالت چیرته په زور کې نه شي

دغه مرغه د پسرلو سره په غم ژړیږي

دلته د مینې او جانان خبرې څنګه وشي

دلته منصور د عاشقي سره په دار لوړیږي

دلته په شوڼډو د انصاف توره تیاره خوره ده

دلته ېې اوښکې له لیمونه په هردم توییږې

دلته رواج د زمانې ده چې خاموشه به وې

کنه، نادودې د زمان به ستا په مخ چلیږي

دلته خندا لکه د ستړو بازینګرو په شان

تل په رضا د خپلې وسې سره نه ګډیږي

دلته سپرلیو کې خزان د ناهیلې لاهو دی

دلته ارمان د سرو غوټيو په خوله نه سپړیږي

زمونږ مالت کې آزادي دومره ارزانه نه ده!

دلته خو مونږ ته د ککرو په بدل خرڅيږي!
رڼا.رڼا

د سترګو اغزی …

 

څومره به آسانه وای دستور د ژوند
زړه مو که له خولې سره په لاره تلې

هلته به زاهده ما منلې وای
سر دې که سجدې سره په لاره تلې

دا نشه د سر هلته مستي بولم
مې که میکدې سره په لاره تلې

داسې به ژړا سره اشنا نه وې
نن که زمانې سره په لاره تلې

نه به وې رڼا اغزی د سترګو مې
جوخته که تیارې سره په لاره تلې

رڼا.م

تر څو په وینو …

تر څو په وینو د ارمان کې زما ډوبې نه شي
دا دهشت تورې منګولې په زړه خښې ګورم
څو چې شرنګیږې زولنې د نصیب پښو کې زما
تورې بلاوې مې د اوښکو په زړه خوښې ګورم
رڼا.م

راشه د زړه سره…

راشه د زړه سره له هرچا سره مې نه لګي
زړه مې نن دی تا شو له دنیا سره مې نه لګي
ستا سره خوشحاله په تیاورو د زندانو کې یم
ته چې په کې نه وې له رڼا سره مې نه لګي
رڼا.م