ماسره

ما سره دې زړه کې له کلونو نه دردونه دي

دلته په ګوګل  باندې ناسوره پرهرونه دي

ستا او ستا د خلکو د خوندونو اخیستو نه مې

ماسره مرۍ کې ژونده ستړي فریادونه دي

څومره دې بارونه د نصیب په نوم را واچول

ښځې! دا دې څومره هر قدم کې ګزارونه دي

لوږه وه، که تنده که مې لښته د ظلمت په تن

پاتې مې لیمو کې له هغو نه سیلابونه دي

پلاره! ستا له نرخه چې  پرون دې په ما ايښې وو

لاهم پوروړي په صورت زما داغونه دي

چاته په ژړا شمه له چانه ګیله وکړمه

دې مالت د ظلم کې کاڼه واړه غوږونه دي

مه مې غږوه، د زړګي تار دې ساز د جبر ته

ماسره د ژوند په نوم یواځې رواجونه دي

رڼا.م

10947344_1114264638589936_2177096477065521044_n