کله چې وخت وو، ته، نه وې
نن چې ته راغلې، زما وخت د تلو دی
افسوس!
افسوس، چې عمر او وخت هم
زما او ستا په شان
یو له بل سره یاري نه کوي
رڼا.م
باران تا سره خبرې د زړګي کوم، نن
لږه په کرار اوره چې پاتې به کیسه شي، د زړه
پوهیږم ته هم په تلوار کې ېې، د ژوند په شانې
خیر که دې نن یواځې شپه په میکده شي، دزړه
راشه ورله خواکې ټینګ ېې ونیسه
دا ماشوم زړګې مې ګوره تا غواړي
تورې د هجران ېې څه زغملې دي
غیږ د وصلتونو ته (رڼا) غواړي
سهار نه چې یادونه ستا د سترګو په زړه پاڅي
بیګاه هم چیرته خوب په سترګو نه پریږدي زما
رڼا.م
زما د زړه ناره په سترګو کې کتلې نه شې
دلته یواځې کړیدلي په دردو پوهیږي
چې هره شپه مې د زړه وینه په سر اړومه
هره سلګې د شومدم په انګازو پوهیږي
د زړه معما ته مې هر یو ځواب موندلې نه شي
دلته پتنګ زما د هیلو په لمبو پوهیږي
ماته پردي وي چې رڼا دی په ډیوو کې ویني
د (رڼا) خپل دي کوم هغه چې په تیارو پوهیږي
رڼا.م
ستا له سترګو نه زه ځآر شم راته ګوره
ستا کتل مې د ټپي زړګي ټکور دي
(رڼا) چیرته په ښایست د دنیا مه ځه
سپین مخونه کله کله په زړه تور دي
رڼا.م