د آزادۍ ورځ ته

په فکر کی می راشي چی امان که را پيداشي

په خپل ملت ذهیر هسی افغان که را پيدا شي

د توری شرنګ يی هلته د خوشال قبر رڼا کړي

په زړه کی د اسیا هغه دوران که را پیدا شي

(رڼا.م)

مورنۍ ژبه

په څو ژبو ګويا يم، پوهيږم او غږيږم
په شوڼډو مى د مينې او وفا ژبه پښتو ده!

هر څومره که جامې د فکر وباسم له تنه
د سترګو په ليمو مې د حيا ژبه پښتو ده

منم چې تا ساتلې ده تیارو د رواجو کې
منزل د سباوون ته خو زما ژبه پښتو ده

بازار د چل او ول ېې یو ځل چیرته تود نه کړ
ډګر د صداقت کې مې ریښتیا ژبه پښتو ده

که تا ته دوزخي ده، خو ماته جنتي ده
د پلار نیکه په در می د سخا ژبه پښتو ده

په تا مې غرض نشته چې کومه ژبه واېئ
خو مور ده ورښودلې د (رڼا) ژبه پښتو ده!
( رڼا.م)

انسان؟

” دومره می حیوان سره اوس مینه ده

څومره چې انسان سره اشنا شومه

هومره مې نفرت په زړه کې ښه ولید

څومره چې له ځان سره اشنا شومه

(رڼا.م)

په کابل کی هغی ناوړی حیواني پيښې ته چې دغه دري ماشومان ېې د تبر په وهلو له ژوند نه محروم کړل.

بی رحمي

چې د سهار له خوږ نسیم سره می

هغه وريښمین نظر په ځان لګیده

دغه وحشي توپان منګولو سره

لکه یو خوب چې پوره شوی نه وي

په یوه څرک کې رانه وتښتاوه

د ژوند جرس ته هم حیرانه یمه

څومره بی رحمه او بی زړه روان دی.

#رڼام

بهانه

زړه مې بې ځایه بهانې نیولې
پریږده چې ورشمه د شپې میلمه شم
او په چوپیتا د تنهاي غیږه کې
سر په سینه د شپې ورسپارمه
او په هق هق ورته ژړا وکړمه

څومره دروند شوی دا بار د اوښکو
ما د رڼا ورځې لمن کې دلته
د سر په کور درانه بارونه د سکوت ساتلي
د شپې په غیږ کې خاموشي وژنمه
(رڼا.م)