ارمانونه

چې هر سهار خندیږي راته
لکه د ستورو په شان بیا ځلیږي
ما خپلو اوښکو باندي ډیر پریولې
څومره ښایسته مې دي ټپونه دزړه
سپړي د ګل په شانې دردونه د زړه

ما سره پاتې په د کلونو یاران
بې وفایی په کې لیدی نه شمه
زما يي څنګ یو شیبه پرینښوده
زه يی بیلتون په زړه زغملې نه شم
څومره درانه مې دي یادونه د زړه
ښایسته، ښایسته مې دی دردونه د زړه

زه يي په تندو د ژوندون کې همیش
په شوڼډو تږي پریښودلي نه یم
کله چې للمې د زړه تل غوښتلي
ماته یی اوښکې په اسمان ژړلي
نن مې قبول دي بارانونه دزړه
ښایسته،ښایسته مې دي دردونه دزړه

مايي په خاورو کې لویدل ولیدل

ما يي په ژوند کې ساه ختل لیدلي

بیرته دریږي په خندا شي راته

زخمې زړګی ته تسلا شي راته

خواږه خواږه دي ارمانونه زما

ښایسته ښایسته مې دي دردونه زما

 

 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

صنم

سترګې په لاره ستا په یاد کې ګله

اوښکې نن بیا دزړګي غم لټوي

زړګي مې حرص د دنیا وانه خیسته

د شوڼډو سوال کې هر څه کم لټوي

تورو باڼو کې اوښکې بیا ځلیږي

لکه د ګل په شان شبنم لټوي

پورته لیمو کې چې زړه ځای ورکوي

زړګی مې دغسې کرم لټوي

ښایسته ګلاب په شان چې زړه ولري

رڼا نن داسې شان صنم لټوي

ته نه ېۍ؟

د زړه حال مې چاته نه دی بیان کړی

هسې نه چې خوار او زار شي او ته نه یۍ؟

ستا دمینې سرې لمبې د ننه ساتي

خدای  دی نه کړی چې بیمار شي او ته نه یې

ما سپیڅلې د کعبې په څیر ساتلې

زړه د هرچا درد په زړه ساتې جانانه

ګوره، نه چې د بل کار شي او ته نه يئ؟

ما سپیڅلې د کعبې په څیر ساتلې

داسې نه چې ګنهکار شي، او ته نه يۍ؟

کله کله رڼا اخله د زړه حال مې؟

هسې نه چې د بل یار شي او ته نه ېې

تمه

زړه کې دې چې پروت وي هر بیګا سبا

بیا يي د خلوت تمه په څه کوې؟

ټول عمر په تشو وعدو تیر شولو 

اوس د حقیقت تمه په څه کوې؟

تا چې د انسان په نوم رټلي دي

 پاتې، د عزت تمه په څه کوي

چور دې کړه تالا د وطن مور خپله

اوس د امانت تمه په څه کوې؟

ته چې د غفلت په خوب ویده پاتې

مانه د غیرت تمه په څه کوي؟

رڼا.م

 

وعده

څومره خطا وتمه

څومره خطا وتمه ستا په مینه

زه د سپوږمې د پلوشوله وړانګو

زه د فریاد او د ګیلو له نغمئ

زه په شبنم د انتظار کې، سهار

زه د اسمان د زرغونې له کمڅو

تڼاکه اوښکه شومه وڅڅیدم

ستا د نظر په تورو تورو شپو کې

لکه سپرغې د ارمانو غیږه کې

لکه رانجه د تورو سترګو سره

ستا د وعدو په بې بنسټه کور کې

ستا د بې زړه، زړګی په کور کیناستم

او خپل ماشومه او خوږمن زړه ته مې

مینه، ټکور او هم خندا کتله؟

څومره ساده څومره نادانه شومه

څومره خطا څومره خطا وتمه

واه، چې د مینې او ښکلا په لټوڼ

د زړه په کور نوره سودا ډیره شوه

څړیکې د زړه تر اسمانو رسیږي

اوس یی په غیږ کې ځنګومه اشنا

نن مې ټوټې ټوټې مات شوي زړګې

په لپو بیا راټولمه اشنا

نن رانه بیل شو پردی شوی ښکاري

زه ملامته یم زړګی ته ګوره

اوس به ېې څنګه پوه کومه اشنا

زه یمه ګرمه که تقدیر ملامت

زړګیه جاردې شمه وبښه ما

ته راته روغ شه دا وعده ده زما

چې ستا خاطر به نازومه ګرانه

تا به په وار،وار ښکلوم زړګیه

تا به زه بیرته خپلوم زړګیه

خیال به د مینې نن شړم زړګیه

دا بې وفا به هیروم زړګیه

رڼا.م

څومره خطا وتمه

څومره خطا وتمه ستا په مینه

زه د سپوږمې د پلوشوله وړانګو

زه د فریاد او د ګیلو له نغمئ

زه په شبنم د انتظار کې، سهار

زه د اسمان د زرغونې له کمڅو

تڼاکه اوښکه شومه وڅڅیدم

ستا د نظر په تورو تورو شپو کې

لکه سپرغې د ارمانو غیږه کې

لکه رانجه د تورو سترګو سره

ستا د وعدو په بې بنسټه کور کې

ستا د بې زړه، زړګی په کور کیناستم

او خپل ماشومه او خوږمن زړه ته مې

مینه، ټکور او هم خندا کتله؟

څومره ساده څومره نادانه شومه

څومره خطا څومره خطا وتمه

واه، چې د مینې او ښکلا په لټوڼ

د زړه په کور نوره سودا ډیره شوه

څړیکې د زړه تر اسمانو رسیږي

اوس یی په غیږ کې ځنګومه اشنا

نن مې ټوټې ټوټې مات شوي زړګې

په لپو بیا راټولمه اشنا

نن رانه بیل شو پردی شوی ښکاري

زه ملامته یم زړګی ته ګوره

اوس به ېې څنګه پوه کومه اشنا

زه یمه ګرمه که تقدیر ملامت

زړګیه جاردې شمه وبښه ما

ته راته روغ شه دا وعده ده زما

چې ستا خاطر به نازومه ګرانه

تا به په وار،وار ښکلوم زړګیه

تانه به زه بیرته خپلوم زړګیه

خیال به د مینې نن شړم زړګیه

دا بې وفا به هیروم زړګیه

رڼا.م

حال د کلي

غوږونه شته خو اوریدل نه کوي 

کاڼه کاڼه شول کلیوال د کلي

کلک شول د کاڼو په ځای زړونه په کې

څوک به ژړیږي نن په حال د کلي

رڼا.م

اختره

اختره بیا زما په کلې راغلې؟

په دې مالت کې خو کیسې لا د روژې پاتې دی

د لته خو سترګو کې نم، نم لا دغم شپې تیروي

دلته خو وینم خپل ماشوم زه په زړو جامو کې

اختره تاسره دردونه زما لاډیریږي

اختره؟

ته خپه نه شې ته منلې ما په دواړه لیمو

خو زما، خو زماخونه ستا راتلوته لاتیاره نه دې

اختره، دلته لادجهل ډیوی بلې ګرځي

دلته واړه واړه بچیان زما په بم الوزی

دلته می مور دتور سالو نه بل څه نه پیژني

دلته نفرت نن چلوي زما په مینه حکم

دلته الفت دواړو لاسوکی ځولنې ګرځوي

دلته دمینی پریښته لا له وزرو بنده ده

دلته غلیم دمینی بیا حکم دغم جوړی

دلته زما په خاوره مینه دزړه وینه لری

دلته خو ترنګ دادم خان درباب نه جږیږی

دلته می مړی بی کفنه هدیرو ته درومي

دلته می کوکی دنارو لا په فضا خورې دي

دلته خو زړونه لا غمونه ژاړي

دلته می چټی پیغلی کله سره لاسونه لري

دلته خو لوږه دکورنو میلمه

دلته ډوډی زما ډوډی یادوي

وایه اختره ته به ولی زما کور ته راځی

دلته به چیرته تاهم وتړي
وزرونو باندې 

دلته د مینی پریښتي هم قربانی ورکوي

هغه لابنده ده په دواړو وزورو

که ته میلمه زما راغلې نو بیا ښه راغلی

الله دی وکړي چی خپه نه شې ته

ماخودردونه دزړګي تاته ساتلي دینه

ماخو زخمي زخمي ټټر لیدلې 

ما کی روژه په هره ورځ تیریږي

ما خو ګیلې دزړه راوړې تاله 

اختره ماته که راځې نو زه یو سوال لرمه

تاته دشوڼدو په سردومره زه پیغام لرمه

اختره ماته سوکالي راوله

اختره ځان سره دی کله کله

مینه د زړنو او یاري راوله

اختره تانه زه یوسوال لرمه

لاړ شه دمینی پریښته له وزرو خلاصه کړه نن

لاړ شه ته ماتی زولنی کړه دالفت له لاسه

پدی پوهیږم چی نفرت به بیرته بیا لیرۍ کړی

توری منګولې د کینې او دجګړو ګوره

بیابه غلیم زما دخاورې کله

زمونږ دمینی ډیوی مړی وساتی

بیابه موسکاکړي د خندا پر یښتې 

د ماشومانو بی ګناه سترګو ته 

او پرخې پرخې به په ما اوریږي

دسوکالي او سولې 

سورکي ګلونه ګوره

هلته به وایم چی اختر دی په ما

هلته به دواړه خاندو

هلته به وایم چی اختر راغلې

رڼا.م

 

دا مې څه وکړله

زړه مرور نن په ګوګل شو دامې څه وکړله

ټوټې ټوټې ستا په هر چل شو دامې څه وکړله

لارې کوڅې مې د خاطر څه ګډی وډې ښکاري

ورک د مقصد رانه منزل شو دامې څه وکړله؟

ماویل زړه به مې د عقل غلامې وکړي تل

ښکاري په مینه کې پاګل شو دا مې څه وکړل

مینې د یار مې د ګلو په ځای ازغي وټومبل

ټپې ټپې  رانه اوربل شو دامې څه وکړله

کله ژړا،  کله خندا،کله د زړه غمونه

ښارد یادونو مې کابل شو دا مې څه وکړله

ولې به نه ژاړي پښتون نصیب زما په ټڼډه

ماته دښمن دا خپل اذل شو، دامې څه وکړله

ما ویل دردونه د خاطر به مې ګلونه وکړي

فریاد مې ستوري د محفل شو دا مې څه وکړله؟

خود به کتاب د ارمانونو پاڼې پاڼې ګورم

یاد د اشنا راته غزل شو دامې څه وکړله

رڼا

وعده

ژوندون مې د جفا په هر ستم منلې دی

لیمو کې مې میلمه د اوښکو نم منلې دی

ضمیر به مې تر ننه ولې نه ژاړي خاطره

په ځان چې مې تومت د ټول عالم منلې دی

ته څومره لباسي شوي زما خواره قسمته

ښکاره باندی موسکا په زړه دی غم منلې دی

اشنا چې بې وفا سره یاري شوه له اوله

سپیدو د سباوون کې مې تورتم منلې دی

رڼا نن مې وعده وکړه خاطر د اندښنو تهImage

هر ټپ او هر ګذار مې له صنم منلي دی

د یار کلې

نن مې له خولې سره خبره د زړګي وکړله

د اشنا کلي ته  په لاره تګ ګناه وخته

څومره ناوخته شومه پوه په حقیقت باندی نن

رڼا، د زړه سره په لاره تګ ګناه وخته

رڼا.م