څومره شرنګهار یی دی تیریږی نه

چیرته اوریدی شم په غوږو سره

پړک لکه بریښنا له سترګو والوځی

تیره لکه باد شی ورته پام نیسه

بیرته ځان نه پریږدی یوه آه د زړه

دا زمونږ د عمر قافله ګوره

څومره بی وفا ده ورته وګوره

دا زمونږ د عمر قافله ګوره

راشی ماشومتوب،ځوانی زوړتوب راشی

څومره په تلوار له درومی له مخه مو

غږ د شرنګهار یی اوریدی نه شو

مڼډی او تلوار یی څه لیدی نه شو

دانګی لکه اس په اسمانونو کی

ورکه په پاس په وریځو داسمان کی شی

دا زمونږ د ژوند دستور روان ګوره

دغه قافله د ژوند په لاره ده

تیر به شی وختونه بیا به نه راځی

لښته د ځوانی به لښته نه وی تل

ماته او کږه به شی او مړه به شی

 

 

تا غواړي

زړه راته ژاړیږي رانه تا غواړي

کله نن صبریږي رانه تا غواړی

ټول دی پروني یادونه پاتی شول

سترګو کی اوسیږي رانه تا غواړي

نن می د شباب ګلان سپرلو کی دی

رنګ یی خزانیږی رانه تا غواړي

وګوره ګریوانه سیل د اوښکو ته

ښکته رابهیږي رانه تا غواړي

بیا خاطر د مینئ لیونی ګرځي

څه وکړم ځوریږی رانه تا غواړي

پام کوه رڼا دستور د مینه کی

زړه رانه بیلیږی رانه تا غواړی

رڼا مومندۍ

د زړه کیسه

کاشکی زه وای او یو ته وی یوه شپه وای

یوه مینه، یو، د خوږ زړګی جذبه وای

څه ښکلا د څوارلسمی سپوږمی پاتی

زه ویده وای ته زما په خیال نشه وای

څه موسکا راته په شوڼډو ګډيدلی

اننګو کی می ستا مینه همیشه وای

د دردونو او هجران له غمه لیری

بس په سترګو د جانان کی زه میلمه  وایImage

شین اسمان وای سپين یی ستوری ځلیدلی

تش په زړه کی دجانان خوره وره  وای

هسی ډار  مو له زمانه په زړه  نه وای

لیونی غوندی مو مینه پښتنه وای

د دستور ځولنی ماتی وای په مینی

مړه د رسم او رواج دا زمانه وای

د آدم د رباب شرنګ مو تر غوږو وای

زړه کی جوړه ستا د مینی تلوسه وای

نه می دا وای نه مو داسی نه هغه وای

د جانان سره په غیږ کی می شیبه وای

روڼ سحر می د اشنا مخکی لیدلی

تورو شپو د شوګیرو  نه فاصله وای

د شبنم په څیر به  پاس د ګل په  پاڼه

لکه اوښکه په لیمو کی چی ویده وای

سحر باد می تخنول د مخ ګلونه

سپين سهار د سباوون سره وږمه وای

دواړه کسی می دیار سترګو کی ډوب وای

سر می ایښی د اشنا په زنګانه وای

مابه بل ورته د زړه څراغ په زړه وای

که می تپه په تیارو کی هره شپه وای

څه په کاربه وای ډیوی او څراغونه

که خوره راته د مینی پلوشه وای

لاس په لاس به د اسمان ستورو ته تللی

لیونۍ د خپلی مینی بل څه  نه وای

په دار ځوړندی شیبی د بیلتانه وای

لیری پاتی له دنیا نه بیګانه وای

خدایه څه به دی کم شوی په دربار کی

که همداسی د تقدیر زما کیسه وای

بیا به نه وو بل ارمان د رڼا زړه کی

که یی شمعه نن د عمر ورته مړه وای

رڼا مومندی

خوږه شیبه

سحر باد می تخنوي د حسن پاڼه

په کی ګل ستا دیادونو را غوړیږي

طراوت یی د د فکرونو را تازه کړه

چی نشی ستا د سوچونو راغوړیږی

نن می بیا په اننګو کی حیا ناڅی

ستا دمینی چی ګلونه راغوړیږي

لکه پرخه چی د پاڼی په سر ناسته

له شفق سره دردونه راغوړیږی

خدایه شاتو نه خوږه دغه شیبه شوه

د رڼا دزړه داغونه چی غوړیږی

ارمان

, December 18, 2011 at 10:36pm

د زړه کړکی می په تلواره وهي

باران د وخت څه په تلوار روان دی

ما څه عبرت ورنه په لاس نه کړلو

ګومان د هیلو په قرار روان دۍ

څومره جرس د هر قدم را خیژي

کاروان د اوښکو په هربار روان دی

بیا می ډولی د هیلو ډکه ښکاری

زړه ګۍ می ډک له انتظار روان دی

د زړه خبره به په خوله غواړو تل

منزل د مینی په اعتبار روان دی

د حق په لار کی قدم پورته ښه دی

خیر که زمان لا په انکار روان دی

یو لاروي د تورو شپو په منځ کی

هدف د ژوند مو په سهار روان دی

دا د جسمونو جنازی مه ژاړه

هر یو وګړی په دی لار روان دی

رڼا چی خوا دی خزان نه شی ګلۍ

ارمان د زړونو په تکرار روان دی

افغان ماشوم

سترګی په ژړا شی چی یی وګوری خدای چی ګیله من زه له انصافه یم
څوبه ستا له در نه زه انصاف غواړم خدای چی ستری ستړی له ظوافه یم
نه دی دی ویلو چی ما ولیدل ……… واه.‌چی له نصیبه په عذابه یم
کله عدالت زما په کور راځي خپل سوال ته پاتی بی ځوابه یم
دا د ظلم پيټی خو دروند شوی دی خدای چی خپل مرګي ته نن بی تابه یم!
رڼا مومند

ګنهکاری سترګی

 

غشی د بڼو به زړه ته در وړمه

ګوره چی خونخواری زما سترګی شوی

هرچیرته چی سترګی د اشنا وینم

هلته خریداری زما سترګی شوی

یو ځل دی چی سترګو کی ځای ومونده

سترګو کی دی یاری زما سترګی شوی دی

تا چې ورته کسو کی ځای ورکړلو

تل درته په لاری زماسترګی شوی

ستا په مینه ښکلو ته نظر کوي

څومره ګنهکاری زما سترګی شوی

 

 

د سولی سوال

بیا می مازدیګر د کلی یاد شولو

هغه شین ګدر د کلی یاد شولو

زړه می ډوب په په اوښکو کی اخته ګوم

نن ورته دلبر د کلی یاد شولو

بیا می مساپرو سترګو وژړل

کله چی نظر د کلی یاد شولو

ساه می له ګامونونه پردی شوله

خدای چی نن می ور دکلی یاد شولو

خود به می ماشومی هیلی نه خاندی

مست ورته اختر دکلی یاد شولو

شوڼډو زمزمه د بلبلانو کړه

بیا ورته هنر دکلی یاد شولو

شرنګ چی د پاولو می اشنا اوریده

ښکلی می ټټر دکلی یاد شولو

کله چی می سوال د سولیImage خولی ته شو

ماته می خپل در د کلی یاد شولو

رڼآ مومند

ارمانونه

تاسره اشنا زما  د زړه واړه رازونه دي

تاسره تړلی می دا اوښکی فریادونه دي

تا ستي ستي راته ټاټوبی د زړګی کړلوImage

 داسی دی ساتلی نن په سترګو کی اورونه دي

تاسره می اوښکو او او سلګو ته هرڅه شته اشنا

تا سره زما هریو فریاد ته ځوابونه دي

وګوره غافله ستا له لاسه می زړه مړ شولو

پام کړه چی می تا باندی د قتل تومتونه دي

ما ویلی اشنا به زما توره شپه را سپینه کړي

تاراته ساتلی دی په زړه کی ماښامونه دي

پریږده د رڼا خواره نصیبه ګیلی مه کوه

ژوند ټوله ګیله ده ورسره ډير ارمانونه دي

رڼا مومند