چې دې ژوندون هره لمحه ځلوي
د سحر لمره په ما و خوریږه
د مینې بڼ کې ګلاب وچ ژړیږی
لږه خو باران شه، هلته و اوریږه
په هرې څړیکه کې مې ساه پردې شي
ژونده، نور بس ده، په ما ورحمیږه
سترګې د هیلو لار د تللو څاري
ته ېې کوربه شه، ورته وخندیږه
(رڼا) دا ستړي لار د ژوند ته زما
یوه شیبه شه، دلته ودریږه
رڼا.م