حالات؟
داڅه حالات دی چی ارمان ژړوی
ماته دمینی ټول جهان ژړوی
دستور د ژوند خو عجیبه غوندی شو
چیری ماشوم چیری موځوان ژړوی
سترګی، ژړیږی او زړګی ژړیږی
درد خو مو پریږده چی درمان ژړوی
داڅه معنی دژوندانه ده خدایه
چی په هرلاره کی انسان ژړوی
زه یی د فهم په لټوڼ کی ورکه
ولی دمینی غلامان ژړوی
یا خو شکیدلی په دردونو کی وی
یا یی دزړونو قاتلان ژړوی
ټوټی ټوټي دانی دانی شوو ربه
ترڅو به ویر مونږ د هجران ژړوی
کاروان دزړونو ستړی شوی ژونده
اخر ترڅو به مو ساروان ژړوي
بی وسی کوکی مو انسان نه اوری
که نه په زړه کی خو اسمان ژړوی
ربه ترکله او ترکومه پوری
هرڅوک بچی دخوار افغان ژړوی
رڼا مومندی