یادونه دی دی سترګو په خوبونو کی راځي
په چیغو راته ژاړی په فکرونو کی راځي
نادانی راته سترګی شي انځور چی ستا دمخ کړي
وړی وړی سلګی کړی دزړګی ماته جونګړه
څه لاري لاری باسی دګریوان په مخه ګوره
ژړا می دلیمو چی په رودونو کی راځي
په چیغو راته ژاړی په فکرونوکی راځي
چاپيره غمازان دی زه په منځ کی ورته ناسته
بس یاد دی زورور دی له دردو سره پاییږم
په هرپلی د ژوند کی به همداسی ورته پایم
رنګونه د بیلتون چی په غمونو کی راځي
په چیغو راته ژاړي په فکرونو کی راځي
نه لاره شته دتيښتی نه ځای د پټيدلو
نه یار د زړه دبار شته چی می واخلي لږ غمونه
بس پرخی پرخی پاتی یم په پاڼه د ژوندون کی
د خپل نصیب دا برخه په ګردونو کی راځي
په چیغو په راته ژاړی په فکرونوکی راځي
تا غوره کړله لاره د خوبونو زما یاره
یو زه یوه سودا ده ستا دتورو سترګو ګرانه
عجیبه زندګی شوه راپه غاړه ګرانه ګرانه
بوډی دخیال دی وګوره ټالونو کی راځي
به چیغو راته ژاړي په فکرونو کی راځي
اسمانه نن می زړه درته تش کړی ته یی واوره
په ستورو کی دی ځیر یم که یی وګورم یوځلي
ټټر کی می ګوګل لرم خالي دی بی له تانه
لټوڼ دی د نظر په اسمانونو کی راځي
په چیغو راته ژاړی په فکرونو کی راځي
رڼا څومره ډیوی دزړه به بلې په سلګو کړي
مزار د ارمانونو به سینګار په حوصلو کړي
نن ډوبه ده بیړی ستا د وصال په سمندر کی
ساحل ته رسیدل په طوپانونو کی راځي
په چیغو راته ژاړي په فکرونو کی راځي