د یلدا شپه

وايي: یلدا د کال اوږده شپه ده
ما وې: بې یاره هره شپه یلدا شي
ویل يي: له ټولو نه رنګینه شپه ده
ما ویل: له یار سره تیاره رڼا شي
ویل ېې: په خدای چې یلدا نه پيژنې!
ما ویل: په خدای چې ښکلا نه پیژنې
ویل ېې: ځه! پریږده، لیونۍ خبرې
ما ویل: ځه! ښه ده، (رڼا) نه پيژنې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوند

دغه خندا چې هر یو رنګ په کې دژوند لټوي
د دې ترشا مې سمندر داوښکو خڼډ لټوي

چې په کې مینه وي، الفت او هلته کرکه نه وي
د عمر تار مې هره ورځ هغسې ژوند لټوي

څومره وختونه مې د فکر په لټوڼ ستړي شول
لیونۍ خیال مې لا تر اوسه د ځان اند لټوي

زه لکه سیورې چې د لمر له وړانګو لیرې تښتي
ساقي ستونه د جامو کې مزل لڼډ لټوي

د فکر ټال مې چې لمبه کړي په یادونو د تا
د (رڼا)سترګې له وختونو هغه خوند لټوي