تر څو چې زړه کې د هغه کعبه ودانه نه کړې
هلته ورتلل او ژړیدل کومه معنې نه لري
(رڼا.م)
تر څو چې زړه کې د هغه کعبه ودانه نه کړې
هلته ورتلل او ژړیدل کومه معنې نه لري
(رڼا.م)
منم په يو ګل پسرلې نه راځي
خو په خندا دى زړه ګلونه سپړي
چې راته سترګو کې موسکۍ شي(رڼا)
ستړی سينه مې ارمانونه سپړي
(رڼا.م)
نوروز څه ده؟!
نوې ورځ،
نوې شیبه،
د نوي ژوند ده!
د ریدي د زړګي داغ ته
زمزمه د نوي خوند ده.
(رڼا.م)
کلونه شول بدل، دلته وختونه شول بدل
د ژوند د هرې لار سره ګامونه شول بدل
هر داغ او هره څړیکه د ټپو مې لا ځلیږي
نصیبه که د لښتو دې وارونه شول بدل
لښکرو د یادو ېې ژړیدل کله هیر کړي
ساقي د سترګو اوښکو ته جامونه شول بدل
زما د زړه ماشوم چیرته له دې نه لیرې نه شو
که څومره د (رڼا) رانه فکرونه شول بدل
(رڼا.م)