پام

ګوره د زړه ښار کی دی یادونه درنه هیر نه شي 

سم په اعتبار کی دی دردونه درنه هیر نه شي

ما درته باڼه د لار په سر کی خواره کړي دی

 مینی کی د سترګو بارانونه  درنه هیر نه شي

پام کوه زړګیه چی  ډیوئ د مینی بیا رپی

سترګو د اشنا کې محفلونه درنه هیر نه شي

نن که دی خوښي د زړه میلمه ده خو دا واوره ته

رنګ د خوشحالیو کې غمونه درنه هیر نه شي

سر می په ګریوان د اندیښنو کی ستړی شوی دی

اوښکو د سبا کی ماښامونه درنه هیر نه شی

واوره رڼا ګلۍ د تیارو په زړه کی پام کوه

نه شئ شاته شاته ارمانونه درنه هیر نه شې

 

رڼامومند

عقل می د …

عقل می د مینی  نن غلام ښکاري

سترګی می  یواځي ستا په پام ښکاري

زه یی د بیلتونه په اور سوځولی یم

سوړ لکه د ژمی که ماښام ښکاري

وګوره زما دا دوزخي زړګی

نن لکه هندو په رام او رام ښکاري

ټول عمر یی وغوزاوه مینه کی

داسی لیونی یی انتظام ښکاري

پاتی په قیامت کی به قصور غواړم

کار می په دنیا هسی ناکام ښکاري

نشته زړه کی وینه د نفرت ګوره

لاس کی که بدل د انتقام ښکاري

چیرته نصیحت رڼا د چا منۍ

هومره بی پایانه که انجام ښکاري

 

پام

سیلاب د تړمو اوښکو پسې واخیستمه لاړم

د سترګو په کاسو کی غمونه راته پاتې

ډغری تیندکونه د ژوند بیړی کی خورمه

په لپو د زمان کی دردونه راته پاتی

دا څرنګه چلند نن دی ډمی دنیا پریښود

د زړه د رباب غږ کی سازونه راته پاتی

شهید نظر د زړه می مزار د مینی ژاړي

تسل د ارمانو ته  مرګونه راته پاتی

ورځه په مخ دی ښه شه هرڅه دی نن د تا وي

یو زه یم یومی زړه شو دردونه راته پاتی

سپوږمی د ارمانو می نن بیا ده څوارلسمه

د ستورو په محفل کی خوبونه راته پاتی

نه ستا شومه جانانه نه ځان ته په کار راغلم

لوګی شومه په زړه کی اورونه راته پاتې

رڼا څو می ور پام شو یودم د زړه په کورکی  

هر څه وو کوچیدلی یادونه راته  پاتۍ

د فاصلو یاره

ای د ګلونو د فصلونو یاره

ای په زړګی کی د وختونو یاره

ستا هره ساه کی خپله ساه ګورمه

ستا په نظرکی خپل نظر لټوم

ستا د سروشوڼډو په بهار کی ګله

خپلو رنګونوته ښکلاه لټوم

ستا د زړګی به هر دربا کی ګوره

زما په زړه باندی طوپان ګډیږی

ستا د بڼو په رپیدو کی راته 

ماشوم زړګی راته موسکا کوینه

ای له ما لیری مساپره یاره

 ای زما زړه کی پاتي شوی یاره

ته می میلمه دزړه په کور پاته یی

 ته می دردونو ته ټکور پاته یی

تا می ښکلا خزان وهلی زړه ته

تا می خندا د شوڼډو ناوی کړله

تا می نارامه سوځیدلی زړه ته  

یوځلی بیا راحت د مینی ورکړ 

تا په تیارو تیارو د شپو کی ګله 

شمع د مینی راته بله کړله

تا؟

 ته  د خیالو او کیسو نړی نه

زما د زړه په نړیدلی کلی

لکه ځولی د امیدونو شولی

ته پاڼه پاڼه د ګلاب په څیری

زما په بام د خاطرو اوریږي

تا د زمان په تور زړګی کی راته

د مینی نوم سره اشنا کړمه زه

د مینی نوم سره اشنا کړمه زه 

ماشومه سلګۍ

نن می په زړه کی دخیالونو سره

يوه بی شانه او غښتلی نړی

یوه ښکلا سره تړلی نړی

د مینی غیږ کی ځنګیدلی نړی

داسی نړی چی په کی غم نه وی تل

داسی دنیا چی کی ستم نه وی تل

د سترګو منځ کی دسودا په نامه

څاڅکی د اوښکو او شبنم  نه وی تل

رنګ مو د هیلو ګلابی ښکاریده

په بڼ د مینی او رنګونو کی بیا

نن می باران دارمانونو داسی

په سرو لمبو د اندیښنواوریده

هلته می پلار په اسمانی نیلی کی

په ځغاسته څغاسته راروان ښکاریده

او په ځلا دتورو سترګو کی یۍ

ماته سوغات د ارمانو ګډاوه

هلته چمن د جنتی وطن کی

څو ماشونو خپلی لوبی کړلی

او د وطن شینکی اسمان می یوځل

د رنګارنګ زرغونی ټال ښورواوه

ما په غوږوو سره نغمی د خوږو

او دیاغي بلبلو اوریدلی

هلته د لمر د زیړو څڼو لاندی

یوی مورکی د خپل ماشومه سره

په  نازولې عاطفی جدبه کی

بیا ها للو ویله

بیا  د ژوندون دا سینګار شوی ناوی

له سرو ګاڼو د ازادی په نامه

ښکلی سالو کی سینګار شوی داسی

د خپل اشنا په انتظار ځنګیده

څومره سپیڅلی دا شیبه د ژوند وه

څومره عجیبه،سلسله د ژوند وه

څومره پیاوړی عاطفه د ژوند وه

له خونده ډکه مې شیبه د ژوند وه

چی ناڅاپی می مورکی و غږیده

په زوره زوره راته وژړیده

جارشمه لوری نن دی بیا تبه ده

زه به هرومرو نن بر کلی ته

زه به هرومره نن ځمه ګرانی

تاته به  زه درمل رواړمه ګرانی

زما یتمې زما خواری لوری

په ځای پرته زما بیماری لوری

جګړه دی ورکه شی بی پلاره یی کړی

زمونږ دنیا یی راته ورانه کړله

خدایه، ترکله به ماشومه سلګی

داسی په اور د تبی سوځوی راته

خدایه ترکله به د ژوند په نامه

دزړه ډيوه زمونږ سوزی داسی؟

آه خدایه

رڼا مومند

څو چی دی …

څو چی دی چی هومره هیروم نه کیږي

د زړه له کوره دی شړم نه کیږی 

تاسره زړه د زړه تړون کړی دی

خدای چی هرڅویی ماتوم نه کیږي

ټټر دمینی می پرهر شو داسی

هر څو یی زه ټکورم نه کیږي

ماته که ټول جهان خوبان شی ګله

سترګی دی تا پری خووږوم نه کیږی

 

سلګی

د زړه ګیله می چاته رسی او ترچا رسیږي

  دومره می بس ده چی  روانه تر اشنا رسیږي

زما باران د ارمانونو سیلابی غوندی شو

 داسی شر،شر یی نن په غوږ کی د دریا رسیږي

زما وطنه زما خوار کلی دمینی جارشم

ستا د سلګو هره ناره نن تر دنیا رسیږي

بیا می پیالی د دواړوسترګو خالی شوی ښکاري   

څو به ساقی د زړګی وینه  تر مینا رسیږي

ښکاري لاپاته توره شپه د کاروان مخته لرم

  پاتی چی غږ د نصیب هسی تر سبا رسیږي

ما دی شفق زرینی څڼي لالیدلی نه دی

ټپی ځګیروي یی هر قدم کی نن تر ما رسیږي

وایه قسمته تاته چا دغه دستور درکړی

چی هرڅه رسی مستقیمه په رڼا رسیږي

رڼا مومند

 

له تاسره

چیرته که ښکلا یمه 

چیرته که دینا یمه

چیرته که شبنم غوندی رڼا یم

چیرته که اوبه اوبه باران یمه

چیرته که رڼه یم لکه اوښکه

چیرته که نړی یم د ښکلا

چیرته که اسمان غوندی سپیڅلی

چیرته که خوږه لکه شکر یم

زه که ملغلره د اوبو شم

چیرته که ژوندون د سباوون یم

چیرته که خندا یمه قهقه یم

چیرته که ځنګله غوندی شنه شوی

چیرته که ګیډی یم د ګلانو

چیرته که له هرڅه نه سپیڅلی 

چیرته که یم مینه ولوله یم

چیرته که رڼه یم لکه اوښکه

چیرته که ناره یم د دردونو

چیرته که لالونه شم یاقوت شم

چیرته که دنیا ته زه ښکلا شم

تاته؟

تاته لکه هیڅ څه هم نه یم

تاسره له ژونده بیزاره یم

تاسره له ځانه بیزاره یم

تاسره هیڅ نه یم

تاسره هیڅ هم نه یم

تاسره له ځان نه بیزازه یم

تاسره په ژوند بی قراره یم

تاسره هیڅ هم نه یم

رڼامومندی 

څومره لی…

څومره لیونی د اشنا مینی کړم

داسی سارانی د اشنا مینی کړم

زړه می فاصله  له مانه واخیسته 

ځان نه می پردی د اشنا مینی کړم

ټولو ته رسوا زما سودا شوله

 نن لکه سپوږمی د اشنا مینی کړم

سر می په سارا د مینی واخیسته

واه، چی غرڅنی داشنا مینی کړ

خوف می له رقیبه زیاتی نه راځی

داسی میړنی داشنا مینی کړم

خیال می د ځوانی راسره مل شولو

بیرته پرونی د اشنا مینی کړم

ما ویل عمر تیر زما دعمر شو

خدای چی په ځوانی د اشنا مینی کړم

داسی د رڼا دزړه مړ شوی غږ 

بیرته را ژوندی د اشنا مینی کړ

رڼا مومند

 

 

 

د حق نظر

ما له اغزوسره ساتلی د زړګی په تل کی

ما به دزړه هغه غوټی چیرته سپړلی نه وي

زما لیمو کی سمندر د اباسین اوسیږی

څپي څپي به مې د اوښکو تویی کړی نه وي

ماته حالاتو بدرګې د تورتمو رواړی

خو زما سترګو کی ګیلی به چا لیدلی نه وۍ

ماته می مینه سره لمبه لکه د اور په شان شوه

بیاهم، ار

ارمان زما د ژوند په زړه مړ شوی نه وي

منم چی مینې د ډیوو کی تل خڼډونه پراته

خو د پتنګ نظر په شان به سوځیدلی نه وی

پریږده چی خوا می د خاطر په شان په چیغو ژاړی

زما د زړه په شان به څوک لا ځوریدلی نه وي

ما چی اغزنو لار کی یبلی پښی سفر کړی دی

بل لاروی به په دی لار هسې تیر شوی نه وی

ما د نادودو ملغلری په زړګی پیلي

خو په ټټر به  مي  هیچا ته  ځنګولي نه وي

ما د حالاتو ناکردوته تل سازونه کړي

زما دحق نظر هیڅ به ورته نڅلی نه وي

ماته څپیړه په مخ تا او څه نصیب راکړی

خو ما به بد غوندي په زړه ورته کتلي نه وي

رڼا په سترګو  د دنیا کی څه نازونه لري

خو تا چی تیر کړ، هغه چیرته چا زغملی نه وي

رڼآ مومند