د ژوند هیله

دا د روڼ سهار په هیله
دا د ورک نظر په لور
دا د لارې په هر ګام کې
زما سوې ارمان پروت
او هر دم راته کړیږي
رانه غواړي غیږ د مینې
سم وړوکئ شي ماشوم شي
د زړه کلی د زړه کور
دا عجیبه تلوسه ده
ماشومتوب که لیونتوب
پټ پټونې رانه غواړي
دا زما د زړګي شور
!ای زما د زړه مالکه
تا راکړې دا یاغي
او سرکښه زړه، سینه کې
هر یو دم، هره ګړۍ کې
د هرچا په غم ژړیږي
تل په مینه کې پاییږي

که حلال هم شي په غشو
د اغیار له ناروا
دې، په خوله ورته موسکې دی
که یی بل په ټټر، اور

اوس خو بند شولو په لومو
د یو چا د نظر پام ته

نن ېې دنګ نیلې د هیلو
آسمانونو ته ختل کړي
سم محفل دستورو جوړ شي
چې را دانګي په هر لور
دا د چا اثر په ما شو
چې په ترنګ راته خندیږي
ناوکې زما د هیلو
زړه مې پايي  په دې مینه
هم ېې ټپ شي هم ټکور

مینه وینه د زړه غواړي
زما زړه مريي د مینې
تر هغه چې ژوندون پايي
دا جونګړه د یار کور
د جانان مینه زما ده
د زړګي په درب کې زور

ژوند په مینه ښکلې پايي
مینه ژوند ده، مینه شور
رڼا.م

1782152_727213623976808_1793061544_n