د زړه بار

که مې چیرته د ګلاب نشه په سر شي
مخ دیار دی مې د نظر په اوږو لوړ کړم

که هر ځلې بدرنګي وینم په ژوند کې
زه دی خیال د خپل هنر په اوږو لوړ کړم

لیونتوب کې پښتنه وینه لرمه
قسم یاره چې سپين غر په اوږو لوړ کړم

رڼا هر کله چې تورې شپې د ژوند شي
د زړه بار مې د سحر په اوږو لوړ کړم

رڼا.مومند

راشه د اوښکو پ…

راشه د اوښکو په سیلاب کې مې نن ولامبه ته
د مړواوو هیلو په شباب کې مې نن ولامبه ته

تا چې بدل کې د مرګي ورنه ژوندون اخیستې
په هغو وینو د ګلاب کې مې نن ولامبه ته

باور دی وشه له سلګو سره مې ته یادیږې
د زړه قاتله په عذاب کې مې نن ولامبه ته
رڼآ.م

غزل

دا ستا د مخ ګلاب کې مې ګلونه رانه هیر شي
باور دی راشه ګرانه چې غمونه رانه هیر شي
له څړیکو د دردونه مې وجود په کوکو راشي
ټکور ستا د نظر کې مې دردونه رانه هیر شي
لږ پاتې شه جانانه چې د زړه غزل مې واورئ
دا ستا د غیږ په اور کې به فکرونه رانه هیر شي
قسم چې ته هرکله د خاطر کورته میلمه شي
په سترګو د نصیب کې تورتمونه رانه هیر شي
رڼا څومره خوږه شوه ستا د وصل تلوسه نن
یوه شیبه له تاسره عمرونه رانه هیر شي