باراني شیبې

دا  باراني شیبي د  ژوند مې راته

د خوار نصیب غمونه بیا اوروي

زما بیځانه ارماني خوبونه

زما له سترګو خپه شوې ښکاري

دا څاڅکې څاڅکې د نادودو اوښکې

زما په سترګو کې نن کورجوړوي

د ژوند باران  او دا  د اوښکو باران؟

زه ېې په منځ کې ډوبه ډوبه ښکارم

راشه ارمانه د ساحل په غاړه

نن مې بیړې د ژوندون وژغوره ته

رڼآ.مومند

نشه

ستا د سترګو په کتو کې چې نشه شوم
ما ویل چا دومره شراب په لپو راکړل؟
سرې لمبې له اننګو نه په ختو شوې
د سرو شوڼډو ېې چې ناب په لپو راکړل
رڼآ.م

راشه

زړه مې کیسې د خپل اشنا لټوي
سترګې باڼه چې نظر ستا لټوي

ستا د بې زړه مینې خندا ته ګوره
ماته لیمو کې غم د ژړا لټوي

بیا د کنعان په مخه، یوسف د حسن بوتلم
کاروان د تړمو اوښکو، نن زلیخا لټوي

رنګ د خاطر مې خړ شي کله نا کله، ګله
پښتون ازل چې زما نیت د هرچا لټوي

راشه د زړه قراره بې له تا ژوند نه لرم
تورې تیارې د ژوند مې خپله رڼا لټوي
رڼا.م

نن

نن مې هینداره کې چې خپل نظر ته پام وکړلو
هلته مې سترګو کې یواځې ستا انځور ځلیده
ماویل، ګوره د ښکلا په حادثو ورغلم
هلته دننه داسې غږ د زړه په کور ځلیده
رڼا.م

د زړه نښه

ته چې له مانه بیلیدې جانانه
ما ویلې ځه په مخ دی ښه شه ګله!
ما خو رخصت درته پخپله درکړ
مادی ګامونه شمارول تر هغه
چې مې لیمې په اوښکو ډوبې شولې 
بیا مې ناڅاپه د زړه کور ته پام شو
ګوګل مې تش له هیلو ډک پاتې وو
خو د زړګي نښه مې ونه لیده!
هلته چوپتیا خوره وره ښکاریده
د زړګي خونه مې سړه سړه وه
هغه خو تللې وو له تاسره نور
تا رانه وړې وو له ځانه سره
پرته له دی چې ته له ما وپوښتې؟
پرته له دې چې پرې خبره شمه؟
………..
رڼا.م

امتحان

 
چیرته به ېې ویره له توپان نه شي
چاچې د هجران شیبې زغملي دي

وخته امتحان له ما په څه اخلې؟
ما درنه په سر ډیرې ګاللي دي

باک به مې له سرو لمبو نه څه وشي
ما د انتظار شیبي لیدلې دي

ولې به تیارې راته تسلیم نه وي
ما ېې شوګیرو پورې خندلې دي

دلته رڼا ستا رڼا څوک نه ويني
دلته د ړندو سترګې ښاغلي دي
رڼا.م

د زړونو فاصله

تر هغه پورې چې د زړونو فاصله له منځه لاړه نه شي، انسانان هیڅوخت یو له بل سره نږدی والې نه شي موندلې. د یو کس نه به د چا په خبره (اوه سینده او اوه ملکه)لیرې پروت ېې خو که چیرته مو د
زړه اړیکه ټينګه وي نور هغه فاصله څو ګامه ښکاري….خو له بده مرغه داسې هم پښیږي چې دوه کسه به یو څو ګامه حتې د یوبل څنګ ته ناست یا ولاړ وي خو داسې به احساسیږي چې هغه کسان ډير سره لیرې دي ځکه زړونه ېې په دو بیلابیلو نړیو کې سره استوګنه کوي. 
د انسانانو د خپلوي او نږدیوالې اړیکي صرف د احساساتو او د زړه اړیکو له کبله سره تړلې شوي دي. که چیرته دغه سپیڅلې اړیکه په انسانانو کې موجوده نه وي، نور بیا هره اړیکه په دنیايي یا ضاهري بڼه مخته بیایو. جسمي یا فزیکي نږدیوالې پرته د زړونو له له نږدیوالي څخه نه یواځې د ژوند کولو لپاره یو معذرت او مجبوریت دی بلکه د ځان او بل کس سره ستره جفا بلل کیږي. 
رڼا.م

بې له تا

د عمر ګل مې که توپان د ژوندون ورژوي
تر ځانکنده به ارمان ستا د موسکا په زړه وي
لاړ شه رویباره ته زما بې غوره یار ته وایه
د بیلتون وار به دې تر عمره د رڼا په زړه وي
رڼا.مومند