وختونه

  د سترګو له سیلابه مې ګلونه شول، اوبه
چې ستا په انتظار کې مې کلونه شول، اوبه
دا ستا د ښکلو سترګو د بڼو په یوه رپ کې
 رڼا) زما د ژوند واړه وختونه شول، اوبه
Image

وخت بدل بدل شو که نارې دزړه څوک نه اوري
نه مو په دعا نه مو ښیرا کې اثر پاتې شو

ښکاري چې ځګیروي مو د ویشتلو آواز نه لري
نه مو په آزار نه په ژړا کې اثر پاتې شو
(رڼا)

څومره د ې په لار کې ژړولې یم
ژونده ګنهکاره رانه څه غواړې

تږې دی په بڼ د ارمان پریښودم
وایه ته، مالیاره رانه څه غواړې

تاته ماتول د توبو لوې هنر!
مینې د خپل یاره رانه څه غواړې

ما سره خو غم د جنون نشته دی
خپل نصیب بیماره رانه څه غواړې

ما (رڼا) د زړه وینې هم درکړلې
دومره نو بیشماره رانه څه غواړې

زه اوته

بې له تانه مې ګونګې د زړه کیسه ده
ته مې ترنګ د رباب تار کې
زمزمه ېې

بې له تانه ژوند خاموشه، تلوسه شوه
ته دې شوڼډو په موسکا کې
ته کمیس ته د خوندونو
د رنګونو سلسله ېې

بې له تانه مې ارمان ستړی ستومانه
د یو ستړي لاروي په څیره درومي
ته په سرئ غرمې د ژوند کې
د چنار ډډه، دمه ېې

بی له تانه، ژوندون سر په زنګون زانګي
لکه خوار یتیم دیوال ته 
ته کرار غوږ د ارمان ته
نن، د هیلو ګونګوسه ېې

زه او ته، روح او بدن یو
یو د بل لپاره جوړ!
رڼا .م

هر دم د انتظار شیبې په زړه راتیروم
د مینې د انکار شیبې په زړه راتیروم

درغل د زماني کاږه واږه واړه نیتونه
په سر چې د انګار شیبې په زړه راتیروم

دا څومره بدمخي زما د خلکو په وعده شوه
د اوښکو نه کتار شیبې په زړه راتیروم

ټګي مې د وختونو په کاروان کې ډیره وکړه
نور خود به نن د کار شیبې په زړه راتیروم

نه ته په شرم پوه شولې، نه زه چیرته شرمیږم
چې بیا د هغه یار شیبې په زړه را تیروم

نن وخت د اعتراف نه ده، رڼا په عقل راشه
په څه دا د اقرار شیبې په زړه راتیروم؟
رڼا.م

که آباد کړئ ته ویجاړ کلې د زړه؟
هلته بیا، حاجت کعبې ته د تګ نشته
که خالق د قدرتونو رضا غواړې
د بل ښار سفر ته، اړه د تګ نشته
رڼآ.م

ځمه چې ارمان مې له جانان سره په خلا کړمه
سترګې مې له مینې او انسان سره پخلا کړمه
بڼ مې د چنچڼو له چغار سره په غاړه کړم
څړیکه د هر درد مې له درمان سره پخلا کړمه
رڼا.م