وهرچاته د زړه درد کول ښه نه دي
هر اشنا، د زړه اشنا، کله کیدې شي
هغه ښار چې په لباس کې هرڅه مومي
هلته مینه په ريښتیا، کله کیدې شي
رڼا.م
څومره راغلل، څومره لاړل
څومره پاتي، څوک روان
دا د ژوند کاروان ته ځير شم
دومره ژر، په بیړه درومي
او که مونږ یو ناتوانه؟
دلته هر موسم د ژوند کې
باد د وخت څومره په ځغاسته
زمونږ ګل د ژوندون رژي
خو پدې پړاو د لار کې
بل یو، ساه د ژوندون واخلي
یو روان، بل راروان شي
څوک چې درومي په ارمان شي
کله، فکر کې شم ډوبه
د ژوندون د کږلیچونو
او د وخت د لښتې وار ته
د منزل دغه وروست، تار ته
څه د کاڼې په شان کلک دې
د ژوندون د ناوې زړه مو
رڼا
ووایه وطنه راته ووایه
څه دی ده ګنا او څه دی کړي دي
داسې چې لمبو کې هره ورځ سوځي
رنګ دې له دردونو نه نن ساه اخلي
غم دی له غمونو نه، شرمیږي نه
اوښکې دې له سترګو نه رغیږي نه
څوک دې په پښتون باندې وژل کوي
څوک دې په تاجک اوزبک هندو سوځي
څوک دې ساه له تنه، راویستل غواړي
څوک دې په هغو او په دغو پلوري
ستا کلئ زانګو زمونږ د ویر شوله
دا ولې په څه او دا په څه باندي؟
خوار بچې دې خوب کې خواړه نه ویني
!تا کې خو ډوډۍ هم وږې شوې ده
دا سپیره ګردونه د جګړو په مخ
څو به پرهرونه په ځګړ ساتو
څو به د یو څو د لاس سودا يې ته؟
څو به دا وحشي ځناوران په خوله
ستا د زړه په وینه مست، تازه ګرځي؟
ولې ای وطنه! نور تر څو پورې
خپل د زړه ټټر کې هدیرې ساتې
ته وې د شملو او د عزت نښه
څو به ته هر چا په زړه ویشتلې ېې
!اې د مستو لوړو تاریخونو زړه
“هر څومره “الفت کې که افغان پاتې
نور خو مو سرونه په سجدو ستړي
اوښکې هم له سترګو کوچیدلي دي
ووایه، چې نور به دلته څه راځي؟
څو پورې به نور او داسې نور ګورو؟
څو پورې به ساتې به سینه باندي
خپل شهید ماشوم د ارمانونو دې؟
رڼا.م