ته خو د لیرو فاصلو ملګری
ته خو د لمر د زیړو وړانګو غیږ کی
ته د سپوږمی د سپينو هیلو لاس کی
ته خو د شین اسمان لیمو کی ناسته
ته خو دستورو د ځلا وو سره
ته خو د شپو په خوبولی رنګ کی
ته خو په غیږ کی د وریښمنیو شیبو
ته خو په خیال د ارمانو کی اوسی
او زه؟
زه خو په لمر کی سوځیدلی مین
زه خو د اوښکو د مسیر مساپر
بس د شینکي اسمان سلام کومه
زه خو دزړه هغه غمینی غوټی
سپينی سپوږمی ته غوړمه اشنا
زه خو په نوم دمینی
خپل دزړګي دخاطرو هر کلام
ستا د خیالی نظر د ستورو زړه ته
د شوڼدو لاندی زنګومه غوندی
زما د سترګو د خوبو ښاپيری
د شپي د تورو بلاګانو په لاس
چیری به خوب کومه
ته ماته خپله وایه؟
څه فاصلی دی ستا او ما په مځ کي
د افاصلی به کله لڼډی نه شی
دا فاصلی به کله لڼدی نه شي
رڼا مومندی