Month: December 2014
ملي وحدت
په ښکاره ناري وهي چې سره یو دي
دغه کلي دغه ښار کې زړونه بیل دي
تور تمونو د تیارو کې سره ژاړي
(رڼا) څړیکه د سهار کې زړونه بیل دي
د یادونو سفر
د ژوند کوڅئ کې لالهانده ومه
د ځان نه ورکه په لټوڼ د ژوند کې
لاره کې خڼډ د ارمانو ښکاریده
مخ ته پراته وو ګږلیچونه د غم
سر کې خیالونه د جانان د سترګو
سترګو کې مینه د زړګي راسره
لاره مې ستړئ او ستومانه لاره
خو په هر ګام کې مې ګامونه لیدل
د ژوند دې پاتې نا تمام فصل ته
ما په سینه کې ارمانونه لیدل
سر کې مې خوب ته تعبیرونه لیدل
د کوڅې سر ته مې چې پام شو ځانته
یو ځلې پوه شومه چې ورسیدم
هلته مې هیلې په ژړا چغیدې
هلته مې اوښکې وار په وار بهیدئ
ارمان د ژوند مې په ژوندون پاتئ وو
د ژوند کوڅه په ورانیدو ښکاریده
د عمر ساه هم په وتو ښکاریده
ژوند ناتمامه د یادونو سفر
د هر ارمان د فریادنو سفر
ژوند کې د ژوند په تمه ورکه ومه
خبره نه وم چې ژوندون همدا دی
د ځان په ورکه کې لټوڼ همدا دی
رڼآ.م
نصیب
چمن د هیلو
زما د زړه دي ارماني دنیا ته
کله نا کله راپیښږه اشنا
دلته ګلونه د ارمان په لمن
ستا د راتلو سندرې لوړئ بولې
دلته چمن د هیلو ستا د مینې
هره قطره او هره څاڅکه غواړي
دلته د کلي د انګړ دروازه
ستا د چنار قامت شمال خوځوي
دلته مې درب د زړه د تا په مینه
په دغه سوړ او تور بخون ژوندون کې
تازه تازه د هیلو ساه لټوي
او د سرو وینو په هر غړپ کې مدام
ستا د سرکو شوڼډو د یاد په مزار
هره ګړۍ هره شیبه تیروي.
رڼا.م