لکه وریځه د تود…

لکه وریځه د تودوخي
په موسم کې چې ښکاره شي
مینه راوړي هیلې راوړې
جل وهلو ګرمو زړو ته
ته هم داسې و اوریږه
دا زما د زړه په للمو
دلته ګوره وچکالي ده
او باران د دیدن غواړي
لږ مې غږ د زړګي واوره
ستا یادونه مې یادیږي!
څاڅکې څاڅکې د باران شه
وچکالیو د خاطر ته
راشه لږ ګړئ را پیښ شه
د یادونو مازدیګر ته
………….

بې غمه افغان

زما د زړه له اسویلو نه تاته څه پته ده
تشه خندا کې له نارو نه تاته څه پته ده

ته په لباس د عشرتونو کې نخرې لټوه
دلته بربڼډه ناکردو نه تاته څه پته ده

ته خو یواځې په دې سترګو کې رنګونه وینې
هلته د اوښکو له ویالو نه تاته څه پته ده

ای په سینه کې د خوبونو چې ټالونه وهې
زما د ژوند له شوګیرو نه تاته څه پته ده؟

دا دعزت په شملو پورته چې ګلونه ټومبې
د پښتون زړه له کړیدو نه تاته څه پته ده

دا د بې غمه ژوند بلا دې ستا په سر ولګي
د خپل ولس له ځګرویدو نه تاته څه پته ده

رڼا، په ورو اخله قدم چې په مخ ونه غورزې
دلته د لارې له تیارو نه تاته څه پته ده
رڼا.م

941109_526090310784804_1789893859_n

زه او ته

ته ماڼې د ارمانونو، زه کندړ کندړ جونګړه
ته خندا او زه ژړا، څومره ستره فاصله؟

دا د زور او ظلمتونو له دنیا نه بهر ګوره!
ته تیاره ېې زه رڼا، څومره ستره فاصله

رڼا (م)

د ژوند هر پړاو…

د ژوند هر پړاو لکه د کال د موسمونو په شان دی، سپرلې،دوبۍ،منې او ژمې،یو لوې تو پير ېې دا دې چې د کال فصلونه بیا تکراریږي، خو له بده مرغه ژوند هغه مهلت مونږ ته نه راکوي.
رڼا.م

پوښتنه

319472_396073193786517_169265405_n
د خندا په پسرلو کې
د ژوندون خوږو شیبو کې
د رنګونو په دنیا کې
ماته رنګ د بې رنګیو
په څآدر د ارمان خور شو
هر قدرم زما د لار کې
سرې سکروټې د دردونو
ستا دنیا د نعمتو کې
زما ګیډه ډوډې غواړي
هر سهار د پلار په تمه
زما سترګې راته ژاړي
ستړې ستړې خوږ نظر مې
د بابا لار راته څآري
زه مورکې ته ویلې نه شم
چې مې زړه دننه ډک دی
ای زما ربه په څه مې
د ژوندون معنې ژړا ده؟
هر ټکل زما دلارئ
ولې ولې نیمخوا ده؟
که همدا زما منزل وي
څه بې وسه مې دنیا ده
رڼا.م

د زړه ویره

نن مې د خیال خزان وهلې باغچه
ستا د یادو په باران ولمبیده
او بیا مې شین اسمان د سترګو راته
ستا د راتلو د انتظار لمن کې
ګلۍ ګلۍ د اوښکو توېې کړلې
اوس مې د زړه باران وهلئ پاڼه
ستا د ارمان په باد رپيږې، ګله
کله ډاریږمه له دی نه، ګله
چې مې د زړه پاڼه ونه غورزیږي
پرته له دې چې ستا وصال وویني
……….
رڼا.م