سپرلی

سپرلی راغی  د ګلو په ننداره وم

سترګی سترګی شوم اشنا می لټاوه

هری پاڼې او ګلپاڼي ته په ځیروم

سور قاتل نظر دتا می لټاوه

رڼا مومندی

 

ګله وګوره رسوا شوم درپسی

ماته ماته نیمخوا شوم درپسې

نن پلو دملنګي کی دیدن غواړم

سر په سره په سارا شوم درپسې

ما تقوا کی عمر تیر د پیغلتوب کړ

ستا په مینه ناروا شوم درپسې

دزړه غږه زه دی اورم خپه نه شي

څه شپیلی نن په چغا شوم د رپسې

دا د خیال جوټي په اوښکو کی زه څه کړم

په ژوندون کی بی نوا شوم درپسې

خدایه: څه می وه ګناه چی ورځ می دا شوه

پرخه پرخه په هوا شوم درپسې

ما تیارو ته د ماښام دزړه مطلب کړ

نن دی مینی کی رڼا شوم درپسې

چیرته یی

چیرته یی جانانه له خوبونو نه می  ولاړلی

سترګی سترګی درپسی شوم له خیالونو نه می  ولاړلی

نن په غړپ دهریو جام کی ستا دسترګو نشی نه وینم

ښه پوهیږم چی له ستړو محفلونو نه می  ولاړلی

زمری زړونه

دا عجیبه لیونی زړونه سینه کی

داعجیبه لیونی زمونږه خیالونه

دا د تړمو تړمو اوشکو په سودا کی

دا دسترګو چینی وچی غوندی بریښی

نن زه ګورمه کوتری دخیالو ته

چی په سپینو او پستو بڼکو پوری

څاڅکی  څاڅکی د سرووینو لیدل کیږی

نن زه ګورم

هر ارمان یی د جګړو په غشو سور دی

دا عجیبه دژوندون کیسه زمونږ ده

مونږ ټوټی یو د دجګړو په ګوزارونو

مونږه مور دوطن ګورو زاره چاودی

مونږه وار په وار تالا یو له پردونه

زمونږ سترګی د ضلمونو له انګاره

رنګ دمینی او رڼا لیدلی نه شی

دا عجیبه لیونی زړونه زمونږه

دا زمونږه دژوندون کاروان روان دی

مونږ ته هر پلی دژوند کی راپرتی دی

غټی کاڼی ددردونو

مونږ مشال دارمان پټ له طوپانونه

په سپیرو ډاګو د زړو کی

تل په هیله ګرځوونه

دازمونږه لیونیو

لیونی خیالونه ګوره

زمونږ مینه لیونی ده

داخیالونه دا فکرونه

دا زمونږه په ساده لیونو زړو کی

څومره ګرمی دی دهیلو

ډیوی بلی بلی ښکاری

دا زمونږ لیونی هیلی

څه عجیبه لیونی دی

څه عجیبه لیونی دی

ای مخ توره دجګړو توره خنځیره

لری ځغله فاصلی که لری لری

ته په ښار دلیونو کی یی راغلی

تا که هومره ناروا ځان سره راوړه

اوتالا دی د رنګونو بڼ کور کړ

نن که ګوری داخاموشه وچی شوڼډی

نن که سترګی وچی ښکاری له ژړانه

نن که جسم ستا له لاسه بی توانه

خو!

ته لږ ځیر شه ورته ګوره!

ته راغلی  دعجیبو خلکو کورته

زمونږ زړنه لیونی دی

زمونږ زړنه غرنی دی

مونږ ځنځیر دغلامی لا

له پخوا منلی نه دی

مونږ دجبر او زورونو

غږ په ځان منلی نه شو

دغه ښار د لیونو دی

ته به مات کړی دجسمونو

ته ماتی کړی ککری

ته به جوړ دوینو رود کړی

ته به بندپه بند ټوټی کړی

دازمونږ

زمونږ زړونه لیونی دمینی اورکی

زمونږ زړونو کی دمینی پریښتی دی

دا عجیبه داتلو لرو زړونه

مونږه تراوسه دسرو هیلو مشالونه

سم له ځانه سره زړونو کی ګرځوونه!!!

نور څه نه لرمه

د زړه لاسونه به دی هار کړم نورڅه نه لرمه

جوړ به دمینی درته ښارکړم نور څه نه لرمه

چه په کی پلوری د دیدن لپاره سترګی کنه

تانه به ځار هغه بازار کړم نور څه نه لرمه

ماته د استا دتورو سترګو کاته هر څه دینه

ځان به لیلاپه شانی خوار کړم نور څه نه لرمه

که چیرته شک لری ز ما په لیونی مینه کی

لکه منصور به سر په دار کړم نور څه نه لرمه

بس ده  په مادی ناکردی ټولی تمامی شولی

نن دی په سخه اغیار کړم نور څه نه لرمه

 

تلوسه

د زړه په غوږ یوه نغمه لرم ترتله

خاطره تاکی به  نغمه لرم ترتله

یادونه دانداز یی ځوروی توری د سترګو

دیدن ته یی په سترګو تلوسه لرم ترتله

د ړوند زمان له لاسه په سجدو زما سر شوی

دوعا د یار دمینی زه ساده لرم تر تله

دامینه لیونتوب اوهوښیاری ده زه پوه نه شوم

په ژبه د خولګی دغه ناره لرم تر تله

ارمانه چی تللی یاره د راتلو هیله دی نشته

دهیلو پڼده زړه کی عایشه لرم ترکله

تر کومه به تیاری د کاروانو رانه ویریږی

په لاس به د جنون هغه ډیوه لرم تر کله

 

څلویزه

د زړونو په ماښام کی دیدنونه لیونی شول

د اوښکو په باران کی اسمانونه لیونی شول

دا څرنګه طوپان می په نصیب د مین زړه دی

دوصل تلوسو ته می غمونه لیونی شول

 

 

 

زه او زړه

د دردونو په دامان کی یومی زړه وو ا و زه وم

د وصال سره ارمان کی یومی رزه وو او یو زه وم

د ټکل په انګازو کی شرنګهار د ماتیدو وو

راسره دالوی جهان کی یومی زړه وو او یو زه وم

د انصاف په نوم یی ماتی کړی هینداری د لیدلو

د ناترسو په زمان کی یو می زړه وو او یو زه وم

دازل په تورو شپو کی سره لاس په لاس روان یو

د مرګونو په ګریوان کی یومی زړه وو او یو زه وم

په ژړامی سترګی دواړه کړی ړندی د یار په تمه

په داهغسی هجران کی یومی زړه وو او یو زه وم

بڼ د هیلو می اوبه کړ ستا د مینی مازدیګر کی

د یادو په باران کی یومی زړه وو او زه وم

تپی توری د خواری وی څه سړه غوندی فضاکی

ګوره دغسی زندان کی یومی زړه وو اویو زه وم

وار په وار ټپی ټپی شوم په دا برخی ازلی کی

د غمونو په کاروان کی یو می زړه وو او یوزه وم

په دردونو په خنداکی په ریښتیا کی ناروا کی

هم په ګټه په تاوان کی یومی زړه وو او یوزه وم

دیوی شیبی خندا وه خو ټول عمر ژړیدل وو

هغې مینی دجانان کی یومی زړه وو او یو زه وم

پرون

 

پرون د خیال په وزرو ناسته ومه

څه لری لری له دنیا نه لری

ځان ته می جوړه وه دنیا د مینه

څه عجیبه غوندی تصویر ځلیده

یواځی زه وم او یوته په کی وو

د خندا ناوی مو میلمه په کور وه

اسمان په کټ کټ کی خندا کوله

دغم تصویر تری کډیدلی ونه

 

پرون د خیال په وزرو ناسته ومه

جامی د حورو می  په تن کی وینه

د اوښکو جام رانه مات شوی وونه

مینه ښکلا زما په خوا ګډیده

د لمر په سترګه کی د نیا ځلیده

صوله صفا  ټوله فضاه نیولی

اسمان په کټ کټه خندا کوله

دغم تصویر تره کوچیدلی وونه

 

پرون د خیال په وزرو ناسته ومه

ماشومی هیلی می ماشومی ولی

ما له شمتلو نه چارګل جوړاوه

ته له خندا نه تش په ځمکه پروت وی

تا جوړه کړی وه د وږو ګیډی

ما درته وږی په پګړی کیښوده

 

 

 

 

زما

 

زما دخیال په ټال شیبه په شیبه

ګرانه دا ستا رنګ د نظر اوریږی

 

نن می د تورو تورو شپو په لمن

د اشنا یاد لکه سحر اوریږی

 

زړه تلوسو کی په ټوپونو شینه

د تورو سترګو پری اثر اوریږی

 

بیا د زړګی نغمه بیداره شوله

د مینی خوندمی په ځګر اوریږی

 

چاویلی یار مې په دی لار راځینه

په ما خو زیری د اختر اوریږی

 

د بیلتون ساه بیا په ختوده رڼا

ګوره چی نن یی لا ثمر اوریږی