اختره!

اختره زړه کې می ګیلې ډیرې دی

ستا انتظارکې می اسرې ډیرې دي

ځولی دګلو مې درنه غوندې شوه

دیار دزلفو سلسلې ډیرې دي

امید دزړونو د رازونو ته یی

ستا له راتلو سره وعدې ډیرې دي

غوټۍ غوټۍ خندا دشوڼډو ښکاري

پرتې په ژبو کې نغمې ډیرې دي

پیغلو لاسونه درته سره راوړي

په سر دمینی لوپټې ډیرې دي

راځه،راځه په ما هرکله راشې

تاکی دهیلو زرغونې ډیرې دي
رڼا.م

د وطن یادونه

پرون ماته رایادشول پرون په زړه کې تاو شول پرون ماته انځور شول وطنه ستا یادونه وطنه ستا غمونه «««««« نن بیا په زړه تاویږي نن سترګو کې ژړیږي دننه په ګوګل کې نن بیا د زړه مرغه مې په کوکار ده چغیږي! نن بیا د تا دیدن ته لښکرې دغم بار دي نن اوښکې بیا قطار دي نن بیا دبیلتون کاڼي په سر راباندې ایښي نن بیا ستا د فکرونو ټپونه دي په څړیکو!

نن بیا زما یادیږي د خړ کلي باغونه نن سترګو کې تاویږي داوښکو بارانونه وطن راته یادیږي ««««« کلونه شول کلونه له تانه لیرې لیرې هوسۍ د بل دیار شوم څه ورکه څه ښکاره زه څه ماته په وزرو شوم څه غم په زړه ایره کړم څه اوښکه څه خندا شوم له تانه چې جلا شوم غمونه راپه برخه په زړه راباندې بار شول کاروان دژوندانه مې ټکرې خوري ټکرې وطنه تانه لیرې هرڅه پردي پردي شول فکرونه لیوني شول کلونه شول کلونه چی مونږ کې فاصلې دي ««««« وطن زما وطنه! په سترګو په لیمه کې یادونه ستا په زړه کې هرڅومره که خندا شم که وکړمه وزرونه که والوزم اسمان ته خو زړه کی ستا غمونه همیش وهي ټوپونه خندا راځینې واخلي پرمځکه مې ګوزار کړي تر تله به داغم وي ترڅو چې زه ژوندۍ یم ترتل به وی تر تله ستا ځای دزړه په زړه کی خپه نه شې وطنه زما خواره وطنه! ««««« دالیرې فاصلو مو دزړه واټن نږدې کړ یوه شیبه د ژوند کې له زړه نه لیرې نه یې هرڅومره که یم لیرې په سترګو کې اختر یې وطن زما وطنه زه ستا مرغه دباغ یم سندره دسپرلو مې ستا غیږه کې زده کړې ماشوم لومړنی پل مې ستا رغویې کی جګ کړی په څه به رانه هیر شي زما دزړګي سره دردونه دې زما دي غمونه دې زما دي اباد اوسی وطنه آباد اوسې وطنه ««« نن بیا له مودې وروسته دزړه وزرونه ښوري دخیال په پروازو کې ستا خواته دررهي دي نن بیا دزړګي تل کې ستا یاد چې دي شیندلي واړه واړه ټپونه په څړیکو دي زخمونه «««« رڼا دا بل څه نه دي چې بیادې ځوروي نن په اور دبیلتانه دې هر وارې سوځوي تا یادونه دي یادونه د خوږ وطن یادونه وطنه ستا فکرونه!

تا لرمه!

کله چې سترګې سهار پورته کړمه
ستا د یادونو نیسم و چلیږي
بیا مې ګلاب د خاطر وغوړوي
زما د تورو شپو په غم کمپله
هلته سهار د ارمانونو راته
بیا په کټه کټه راته وخندیږي
او په غوټو د وچو شوڼډو راته
د هیلو روڼ شبنم را وڅڅوي
دومره نیکمرغه یم چې تالرمه!

مه وهه!

 

مه وهه په کاڼو زما ښار د زړه
ماته او ټوټه به یې هنداره شي
غم به یی ویده ،ویده خوبونه کړی
خاوری او ایری به یی خیالونه کړي
مه وهه!
زړه زما کتلې، اوریدلې شي
هوش لری هوس لري، احساس لري
مینه لری ،غم لری، ارمان لری
مه وهه!
تاسره؟
تاسره چې خیال د خپل زړګي شته دی
تاسره چی مینه شته او یار شته دی
غم دبل دزړه کول ګناه نه ده!
خو…..!
هرځلی؟

هرځلی چی وران د زړګي کلې شي
بیا یی جوړول دومره اسان نه دي!
او بیا؟
مات زړګی ښیښه لری بازار لری
درد لری فریاد لری آزار لری!
رڼا مومند

ښکلې دنیاګۍ

دا یادونه نن د تا
زما زړه حلالوي
یاېې پورته کړي اسمان ته، یا مې ښکته غورزوي
یا وزر د قوت راکړي
الوزمه په هوا
یا مې سر په بیابان کړي
سر ببره په سارا
څه عجیبه عاشقي ده
څه ېې ښکلې دنیاګې
که خبر شلوې له عشقه
ته به هم وايي اشنا
څومره ښکلې دا دنیا ده
څومره ښکلې مې سودا
چې کې ته وې او ستا یاد وي
ژوند هغه بولم ريښتیا