ژونده

 کله د ګل په شانې ناز راکوې
 کله مې خاوره د قدم جوړوې 
 ستا دوه مخونه عجیبه، ژوندونه
نه خو دی یار او نه اغیاره کړمه
 هسې یو بل سره شیبې تیروو
رڼا.مImage
 

ستا خیال

 

لکه ګل چې شبنم غواړي
هومره زړه غواړي، نن تا
خو شبنم ؟
شبنم خپله وڅڅیږې د ګل غیږ کې
او زما په غیږ کې زانګي ستا خیالونه
هغه خیال چې ریښتیا نه شو
نن مې تشه زما غیږ ده
هسې نوم دی د جانان
زنګوم په کې هجران

رڼآ.م

Image

ته چې زما په ژبه نه پوهیږې
چیرته به پوه شې د بل چا په ژبه
ته چې زما د زړه آذان نه اورئ
خدای که به پوه شې د الله په ژبه
رڼا.م
Image

 

منزل

د زړه په کور دننه وار په وار ما کړوي
هر دم قدم ېې ګورمه چې ما ناراموي

جذبه د هر نظر دې دومره ګرانه په ما پايي
چې هر نفس د زړه مې هم له ځانه هیروي

دا هغه چې اشنا بولم په یو نظر دننه
د زړه هره مرغه راته په ناز حلالوي

زه پرخه د یاغې اسمان په لور، په الوتلو
منزل د ارمانومې چې په هرې لوري وړي
رڼا.م

دا ولې؟

موسم د پسرلو دې،خو وطن کې مې تر اوسه
مرغه د ارمانونو د خزان له لاسه ژاړي
یو درد مو ټکور شوې نه وي بل راته پیدا شي
د ژوند هره ګړې مو د انسان له لاسه ژاړي
رڼا.م
Image
 

زما په څير

زمونږ د کلي لښتي
زمونږ د بڼ ګلونه
زمونږ زړه اسویلې
زمونږ دمینې وینه
زمونږ د غره نښترئ
زمونږ ګریوان د هیلو
زمونږ د باغ ښاپيرې
زمونږ…؟
هغه او دغه
زمونږ د ژوند خاطرې
ټولې جګړې وخوړئ
او رانه پټې ېې کړې

زمونږ د زړه هدیرې
زمونږ ارمان رپوي
او د وطن ادکه
بیا په ښیرو ناسته ده
جګړه ده توره بلا
زما ېې کور ویجاړه کړ
خدایه زما په څير ېې
ته په ژړا ستړې کړه ته
دوطن مور مې ویل.

خدایه دعا مې دا ده
د وطن مور مې ویل

رڼآ.مImage