ژوند

لکه بڼکه د اسمان په لورې
زما ستړئ ساه!
له ژوند نه لیرې درومي
د زړه د زغم ملا مې
نور د ژوندون تر نوم لاندې
د دردونو پیټې نشي زغملې
نور ېې د وړلو توان
د تورو شپو د ظلمتو غیږه کې
خپلې وروستې وروستې سلګۍ ورکوي
نور دې د ژوند په نوم کې
زما دا ستړې نصیب
د ارمانو منزل ته
خپل رسیدل نه غواړي
او هلته، تلل نه غواړي!
واخله ژوندون دې رانه!
نور مې د اوښکو سیلۍ
په اننګو د ژوند کې
چیرته لیدلې نه شې
آه، ستومانۍ!
دا ژوند، درد،زغم،اوښکه او بلا ده
رڼا.م
10947344_1114264638589936_2177096477065521044_n