سپین ټیکرئ د شیهدې قدسیه په یاد، لڼډه کیسه

د سحر پنځه بجې وې، د اذان غږ لوړ شو ( الله اکبر، الله اکبر…) د کوټې دروازه په ورو سره خلاصه شوه: قدسیه لورې، د نمونځ وخت دې. نجلې په ډيره کرارۍ سره خپلې سترګې پرانیستلې، او ورو ېې له ځانه سره وویل، ښه، یوه شیبه، پاڅیږمه.کله ېې چې مور دروازه پورې کړه، د هغې سترګې بیرته هماغسې له خوبه لاړلې. یو څو شیبې وروسته ېې ورو ورو سترګې وغړولې، او له توشکې نه په کراري سره پاڅیده او په بیړه سره د کور حویلې ته ووته، او د اوداسه لپاره ېې اوبه راواخیستې، او په مړاوي غږ ېې له ځانه سره وویل: ای کاش چې دا اوبه ګرمې وای، بیا په اوداسه اخته شوه.

کله ېې چې خپل نمونځ وکړ، مور ته ېې ور غږ کړ، مورجانې، نن د سهار چای زه جوړوم.

مور ېې په زړه غوونکي غږ ورته وویل، جار دې شم لورې، ته دې ښوونځي ته تیارې ونیسه چې در باندې ناوخته نه شي، زه به ېې جوړ کړم. نه، مورکې! ما ویل زه یې جوړوم، ما نن د قران سبق قضا کړ، هغه بیا په ښوونځي کې وایم. نن، زه غواړم په خپله د سهار چاې جوړ کړم، تر څو چې ورور مې هم له مونږ سره یو ځای د سهار ناشتا وکړي، هغه خو هسې هم وختي د مزدوري لپاره اووځي.

کله چې نجلې د دالان خواته روانه شوه، هلته ېې په  لوښئ کې اوبه راواخیستې او په برقي دیګدان ېې کيښودې، بریښنا نه وه، نور له ځآنه سره ېې وویل: نه! اوف، اوس به ېې په ګاز جوړ کم، سمدلاسه ېې د ګاز ډبه راپورته کړه، د ګاز ډبه هم تشه ښکاریده. نجلې ګوګړ راواخیست، او ګازي نغرئ ېې بل کړ.

د لمر وړانګو ورو ورو خپلې څڼې خورولې، او قدسیه د سړئ ډوډئ نه ډک دسترخوان راواخیست،  چاې ېې دم کړ، او په پیالو کې ېې بوره واچوله، او په ډيره خوښي سره ېې ټولو ته نارئ کړې، راشې چاې تیار دې.

د قدسیه د پلار چې تسبئ په لاس کې وې او لا هم له ځانه سره د شوڼدو لاندې په دعا لګیا وو، د دسترخوان خواته راغې، او موسکی شو. واه، شکر ده خدایه چې نن د سهار چای ستا له لاسه څکوو! دا خو به ډیر خوندور وي!

ټول سره په زوړ دسترخوان راټول شول او د چاې په څکلو ېې پیل وکړ. په همدا وخت کې قدسیه خپل ورور حکیم ته وکتل او موسکې شوه، وروره! ته به نن ډیر بوخت ېې کنه؟ هلک خپلې خورته وکتل او په غلي شانته غږ ېې وویل: هو خورې! خو خیر ده، یوه ورځ به هرومرو د خپل کار حاصل ووینم. خورې! ته غمه مه کوه! ته به ښوونځې وائې، او بیا به هندوستان ته ځې هلته به ماستري کوې. هو….. حکیم د وچې ډوډې نه داسې په بیړه بیړه مړۍ پورته کولې ته به وائې چې چیرته ېې ډير ضروري کار وي، خو د چاې غړپ ېې هم ډیر ژر ژر ترینه اخیست. د کوټې په منځ کې یو ډول خاصه خاموشي چلیده.

حکیم د سترګو لاندې وکتل او بیا ېې په خندا وویل: دا ټول ولې داسې غلي یاست، لکه چې خور مې په چاې کې څه اچولي وي؟ ټولو یو بل ته وکتل او د کوټې سړه او خاموشه فضا په ګرمه خندا ډکه شوه.

کله چې دسترخوان ټول شو، د قدسیه مور لورته مخ ورواړو او وې ویل: ورځه لورې چې نن دې سبق هم نه دی ویلې، لږ وخته ښونځي ته تیارې ونیسه چې بیا لاره ګڼه ګوڼه کیږي. درباندې ناوخته نه شي!

قدسیه په چابکې سره کوټې ته روانه شوه، خپلې زړئ جامې ېې له صندوق نه راوویستې، خپل سپین ټیکرې ېې هم راواخیست، ښه ېې و څڼډه، او بیا ېې په ډیر ځير  ورته وکتل، ګوري چې یوه پیڅکه ېې لږ په خټو وه، وروو ېې وویل: وای دا څه دي، دا خو لږ خیرن دې، د چا ورته پام نه شي، وايي به، چې خیرن ټیکرې ېې په سر کړئ ده؟ مورې! تا پرون جامې نه وې مینځلې؟ مخکې له دینه چې د مور ځواب ته منتظره شي له ځان سره ېې وویل: هو! زما هیر شو، پرون صابون خلاص شوې وو. ځه. خیر دې سبا به ېې ووینځم.

کله چې له کوره وتله مور ېې په زوره ورپسې ناره کړه، قدسیه! دا وګوره، خپله سپاره دې هیره شوې ده، تا خو ویل چې په ښوونځې کې به ېې لولې، واخله! نجلې شاته وکتل، او موسکی شوه. هو، مورجانې، خیر یوسې! هغې د مور له لاسه په بیړه سره هغه سپاره واخیستله، اول ېې مچ کړه، او بیاېې زړه ته جوخته ونیوله، له کور نه په بیړه سره ووته. مور ېې له ځانه سره وویل: همدغه قران دې ساتندوی شه لورې. ورځه الله دې مل شه!

په بازار کې یوه خاصه ګڼه ګوڼه وه، هرې خواته خلک ښکاریدل. نجلې له ځانه سره وویل: نن کومه خاصه ورځ ده، ځکه د موټرو ګڼه ګوڼه له پخوا نه راته ډيره ښکاري. له دئ سره د ښوونځي فکر وو، چټک چټک ګامونه ېې اخیستل تر څو چې ښوونځي ته له خپل وخت نه لږ وختي ورسیږي، او د خپل قران سبق ولولي. په همدې فکر کې وه، چې یو ډير لوړ غږ ېې تر غوږه شو. د چاودنې غږ دومره لوړ وو چې هیڅ چا هم څه وانه وریدل. هر ځای دوخړې او ایرې باد وې. د باروتو تریخ دوود ټوله فضا خپله کړې وه.

مڼډې رامڼډې ډيرې وې، هرې خواته د امبولانسونو او موټرو او خلکو غږ اوریدل کیده. چا ویل چې د پارلمان په غړي باندې ځانمګرې برید دې، او چا څه ویل…..خو د دیوال اړخ ته یو بې روحه موجود پروت وو، چې د هیڅ چا ورته پام نه وو.

هو، دغه بې ساه موجود قدسیه وه، د قدسیې، بې روحه بدن د دیوال اړخ ته کلکه غیږ ورکړې وه، او قران ېې نیم سوې او پاڼې پاڼې څنګ ته پروت وو….د نجلې هغه ټیکرې چې د هغه په سرکولو کې نن سهار ټکڼۍ وه، په وینو او دوخړو کې پټ وو، او د خټو هغه کوچنې داغ په کې نه تر سترګو کیده….

رڼا.مومند 11/18/2014

10451722_10154896053675287_1307337650420798329_n

ژوند ده

هر یو دم، هره ګړۍ

چی په زړونو راوریږي

چاته خاندي، چاته ژاړي

په چا بار شي د اوږو

چاته مینه شي، خوږه شي

چاته اور شي په ګوګل

چاته رنګ، چا ته ښکلا شي

چا ته توره شي بلا شي

دا عجیبه بی انصافه

څوک ېې څه، څوک ېې څه بولي

خو په اصل کې، بې زړه ده

بی انصافه او ترخه ده

د نړۍ په هر یو ګوښ کې

په هر زړه باندې دیره ده

دا په نوم د طبیعت کې

څه د ظلم تلوسه ده

نه تقدیر ده، نه تدبیر ده

بل څه نه ده، بل څه نه ده

نوم ېې ژوند دې، نوم ېې ژوند

بل څه نه ده، بل څه نه ده

رڼا.م

988821_366883310151578_6389861116913428252_n

مهربان زړه

سهار وو چې ماشوم له خوبه پاڅید
کړکۍ نه ېې بهر د باندۍ پام شو
باران وو څه په شړق را اوریده
ماشوم چې خپلې سترګې راموښلې
په ورو له ځان سره، وسونګیده
او بیا ېې د کړکۍ په لورې ګام
ور واخیست په کراره، زړه، نازړه
لږ ځیر شو د کړکۍ د مخ ښيښې ته
چې څاڅکي د باران پرې غړیدل
وړوکئ، ژړه غونکې نظر واخیست
او ګوتې ېې کړکې ته ورنږدئ کړې
په ډیره آرامې سره ېې وویل
ته مه ژاړه!
ته مه ژاړه،خدایه!
هر څه به ښه شي
دا خلک همداسې دي!
رڼا.مومند

images (4)