ستا په لیدو، زما د زړه دننه
له ترنګه ډک رباب را ولرزیده
او بیا ېې مسته او بې خوده غوندې
هغه نغمه د مینې ووهله
ستا په لیدو،
زما د سترګو په شینکي اسمان کې
وریځې د هیلو سپینې وځلیدې
او بیا ېې ښکته په للمو د ګریوان
څاڅکې، قطرې د اوښکو وڅښلې
آخ چې یادونه د نظر دې راته
څومره سپرلي د ارمانو ورکوي
اخ چې د سترګو تصور دې راته
زما مړه شوي او بې ځانه زړه ته
لکه موسې نوې ژوندون وربښي.