د ژوند قاتل

د 291787_3835383287551_1517079718_n

نن مې اوښکه څاڅکه څاڅکه په سلګو ده
چې دنیا د خپلو خلکو ته ور ځیر شم
ناوکۍ دهیلو ګوره چې ودیږي
د ارمان په شین سالو کې نن خښیږي
د رواج تورو رنجو باندې سینګار شي
په دوران د ماشومتوب کې رخصتږي
څه خاموشه په تیارو د ظلمتو کې
د مور غیږ نه نن په کوکو لیرې کیږي
نن خو ځمکه او اسمان د عدالت کې
ژبه ګونګه، نغمه چوپه د انصاف ده
شرم،شرم تف لعنت په دی دستور شه
چې روپيو په بدل کې انسان پلورې
ای وحشته ستا خو حد په مونږ تمام شو
ای ظلمته،ای زما د ژوند قاتله
ستا خو تنده په مونږ ولې نه ماتیږي؟
ای زما دسر دښمنه جهالته!!!
د پښتون په کور به څو پورې میلمه ېې؟؟