ځوانیمرګئ انګیزې ته

تا د زمان په توره غیږ کې دلته

د  سپین او روڼ سباوون

او پيغلتوب شینکي خوبونه لیدل

تا د ژوندون ستړو سلګو کې دلته

مونږ ته رنګونه د خندا لټول

ستا تور ټيکري، په توره پیڅکه کې هم

خپل خوار ولس ته اخترئ نغښتې وو

خو!

خو زما ګرانې خورئ!

ته انګیزه زمونږ د زړونو شولې

دلته کیسه د ارمانانو شولې

تا چې د ژوند رڼا مالت ته راوړه؟

تا ته مرګئ په هر قدم ګواښیده

هو!

تا ته د علم او الفت، تور غلیم

په هره ساه لکه لیوه غوریده

ته لکه سپینه اسماني کوتره

ورځه اسمان کې پروازونه کوه

د ځمکې زړه هم ستا لپاره ګلې

دلته وړوکې دلته تنګ ښکاریږي

نن دې د کلي تورئ خاورئ دلته

ستا د هر پل په یاد نن بیا کړیږي

ستا د وطن ناوئ په پټه خوله کې

په اوښکو ډوبه په غوغا ژړیږي

ته به ېئ اورئ کنه؟

“چې په وطن مري هغه نه مري”

انګیزئ!

ته مو ناکامو او غمجنو زړوته

ښکلې سپیدئ د ارمانو ځلوئ

رڼا.م

11008393_848824415155622_6485334316695730748_n

د حساب خبرئ

ما مې ټپوڼو ته ټکور لټآوه

په تور بازار د ارمانونو کور کې

ما د زمان هرې څپيړئ ته مخ

لکه یتیم نظر حیران نیولو

ما مې غوږونه د ريښتیا نغمو ته

ګونګ او کاڼه په لار کې پټ ساتله

ما د ژوندون دا حادثو ته زړه کې

په نوم د اوښکو کې څپانده هیلې

د میو غړپ سره پیالې کتلي

ډمه دنیا، ډمه ېې هره نغمه

دلته زه چیرته عدالت نه وینم

دلته خو ظلم بې انصافه چاړه

د هر مظلوم په مرئ تیره ساتي

دلته په زړونو کې الفت نه وینم

انصاف د مینې عدالت نه شته دی

زړونه د زړو له لاسه کوکې وهي

دلته د اوښکو رویبار تل تر تله

په نفرتو کې په هر لور غریږي

دلته سودا د زړه او سر وینمه

کلي د زړونو سره لیرئ پراته

ساقي نن ډوب کړه د دردونو بهیر

ما کې د عشق او د فکرونو بهیر

ناصح له ما نه به واټڼ لټوئ

پریږده وماته د کتاب خبرئ

راشه لږ وکړو د حساب خبرئ

رڼا.م

945588_4822626048003_2091999337_n

ستا هوا

په روڼ سهار د ژوند کې

بیګا شوله هم تیره

رڼا په را ختو شوه

تیاره د شپې هم لاړه

خو بیا هم راته ښکاري

تیاره! تپه تیاره

مرې کې راته ساه هم

څه بنده بنده کیږي

مرغه د زړه دننه، په خوب د ویر ویده دې

وزرونه د هوس ئې

په ځان کې راټول کړي

د سترګو سمندر هم

څپې را اوروي

د شوڼډو ګل غوټۍ مې

لټوڼ د خیال کې ورکه

د زړه تنګه دنیا مې

نن ستا هوا لري.

نن راشه ورته راشه

چې ساه واخلي صنمه!

ټپونه د ژوندون مې نن ستا هوا لري

رڼآ.م

1939439_10152284512493486_538480013_n