ښځه، مور ده

نن مې د هیلو د زانګو ټالونه

بیا په سینه را شرنګیدل ژوندونه

ترخه یادونه د دردونو خوله کې

لکه د زهرو غرغره چې کړمه

کرار کرار را رانڅيدل ژوندونه

کله مې هیر شي چې لږ ساه وباسم

کله مې هیر شي چې ژوندۍ یمه زه

کله مې کوکه له ځیګره ووځي

کله مې اوښکه له لیمو وتښتي

کله نصیب راته فریاد ووهي

کله مې سترګې توپاني شي راته

ما په څپو د اباسین لاهو کړي

یا مې له ځانه سره وړي ژوندونه

کله مې کرکه له خپل ځانه وشي

او له خپل نوم نه، څه بیزاره شمه

خو بیا یو غږ راته تر غوږه راشې

مورې!

هلته په څرک راته دنیا بله شي

منزل د لار مې په ښکلا بله شي

د مور په نوم کې زه ژوندون وګورم

هلته سپیڅلي او خواږه ماشوم ته

د مینې غیږ کې یو سکون ګورمه

بیا مې زړګي ته تسلا ورکړمه

او په ډاډه غږ ورته ووایمه!

ښځه ده زیرې د ژوندون په غیږ کې

که څه هم پايي د افسون په غیږ کې

رڼا.م

988821_366883310151578_6389861116913428252_n