نوې سبا

هر ورځ نوې کیسه ده
په پرون باندې تړلې
پرون تیره شوه، نن نوې
خو هماغه پرون ستايي
کیسه تیره پرونې ده
خو د نن په ګریون ځانګي
یادوي راته خپل یاد..
نور ېې نه غواړم په زړه
نور ېې نه غواړم خاطر کې
د بلا په څير دننه 
زما وینه رانه خوري
نور مې توان د زړګي نشته
ای د ژوند بیرحمه باده
راشه یوسه دا پرون
ماته نوې سبا راکړه
نن دې هم وي د پرون. 
رڼا.مImage

زمونږ اتلانو ته

 

زمونږ اتلانو ته،

زما د خوار وطن بچي ته، ګوره
چې په سرو وینو کې لا هم ځلیږي
تا د وطن د دنګ قامت لپاره
خبله د عمر ونه ماته کړله
ته د افغان د حماسو بچیه
نن دې د وینو په بدل کې درته
د زړه سکوت، د سترګو اوښکې لرم
ته مې اتل د زمانو په زړه کې
زه درته ټکې په خوله نه لرمه
ته دې ارمان د ځوانو هیلو ګرانه
په خپل مزار د ګریوان ښه ویده کړه
د وطن مور به ستا غوغا د زړه ته
د اوښکو ډکه (آله لو) ووايي
لاړ شه ویده شه،ګله
دلته لاهم ستا قدمونه شته دي
چې پر هغو باندې مو لار جوړه ده
مونږه ستا تګ په زړه زخمي کړلو، نن
خو دا زخمونه به ټکور شې زمونږ
ځکه هر خوب ته دې تعبیر لټوو
بیا به مزار کې درته ګل دروړمه
او درته وایم به چې دا وګوره؟
تا د خپل سر بدل کې مونږ ته پرون
د نن سبا لپاره سوله راوړه
زما په شوڼډو موسکا تا راوړئ!
رڼآ.مImage

وختونه

دا ستا په دواړو سترګو کې وختونه هیروم

تیر شوي چې په زړه هغه غمونه هیروم

لوګې لوګې خاطر مې د بادونو په لاس ورشي

قسم، چې ستا په مینه کې دردونه هیروم

رڼا.مImage

ترخه

ودې غورځولم ماته نه شومه

دلته چې ټوټې شو، هغه زړه وو نن

زهر او اڼډیر شول په ځګر زما

ستا خوږو خوږو کې څه ترخه وو نن

رڼا.م

ارمان

مساپر مې ارمانونه

په تندي د نصیب بار شول

لاروي د لرې لار یو

خو منزل د ارمان لیرې

هر ارمان، راباندې باردی

د چا سپک د چا درانه دي

د هر چا پیټې د ځان دی

رڼا.م

ستړئ

دا ستا په تمه تمه مې د زړه وینه اوبه شوه

بس راشه د زړه کورته انتظاره یمه ستړئ

وعدې د هرې ورځ دې په قیامت د سبا سپارم

 

 

 د وخت له دوروغجنو نه مالیاره یمه ستړئ

رڼا.م