ستا د خیالونو په سجده مې چې توبه وکړه نن
خاطر د مینې مې په لاس کې جنازه وکړه نن
سپوږمې د حسن مې دردو سره اشنا پاتې دی
ښکلیه، په خدای چې په دروغو مې وعده وکړه نن
وخته تر څو به مې میچنې په زړګی تیروې
د زړه غنم مې له نصیبه بیا ګیله وکړه نن
لکه پتنګ په اور د مینې سوځیدم د پاسه
خوږلن زړګي راته بې اوره سره لمبه وکړه نن
ما ویل باران ده په شیبو شیبو ما اوریږي
سترګو په ما څه عجیبه غوندې کانه وکړه نن
داسې بربڼډ شولي خاطره چې دنیا ولیدي
باک یې نور نشته که هرچا مې تماشه وکړه نن
ذاهده، ولې نصیحت ورته ناکامه شو بیا
د رڼا زړه چې میکدې ته اراده وکړه نن
رڼا .م