ولیکه!

 

که دې په خیال کې هم یو څه تیریږي
هغه خبره په پښتو ولیکه!

چې مو بابا پرې هر کلی ورکاوه
نن یو ځل ژبه د هغو ولیکه!

یاد د کنړ او هلمند مه هیروه
لږ ېې د اوښکو د لیمو ولیکه

اول د خپلو ناکردې یادې کړه
بیا کې خبرې د پردو ولیکه

دا په جګړو کې کړیدلي زړه ته
یو دوه نن کرښې د جرګو ولیکه

چا چې ویله د ‘دوزخ’ ژبه ده
هغو اغزو ته د ګلو ولیکه

نن د خوشال او د حمزه په یاد کی
د خوږلن زړه یوه آرزو ولیکه

څیرې ګریوان د وطن مینه په سر
ماته د هغو لیونو ولیکه

که میرویس خان غوندي زلمي لویوي
د میړنۍ مورې نازو ولیکه

چې زنګوي مې د ارمان ټالونه
د وطن مینه، په نشو ولیکه

د (رڼا) مینه، پښتنه مینه شوه
اوس ېې د وینو په رنګو ولیکه

(رڼا.م)

د مې شپږویشتمه د پښتو نړیوالې ورځ په ویاړ