د ژوند شیبی
دا څه شیبی دی پرخې پرخي په لیمو وریږی
د ژوند کسیی دی پرخی پرخی په لیمو وریږي
څوک ترینه لاړل څوک روان په دغه لاره کی دی
څومره ترخې دی پرخی پرخی په لیمو وریږي
ګوره غوټی چې د خاطر دی مړاوي نه شی ګله
ماتی پيالی دی پرخی پرخی په لیمو وریږي
چیرته به وړمه د نصیب ماته هینداره سبا
زړه کی ګیلئ دی پرخې پرخي په لیمو اوریږی
د اوښکو څاڅکو نور می بڼ دزړه اوبه نه غواړي
ډکی ویالۍ دی پرخی پرخی په لیمو اوریږي
د زړګې غږه تا خو چیرته چیغه چیرته لوړه نه کړه
ګونګې نغمې دی پرخۍ پرخۍ په لیمو اوریږي
رڼا لږ پام نیسه قدم ته چې زړه توری نه شی
مخته ته تیارۍ دی پرخی پرخې په لیمو اوریږي
رڼا مومندي