فاصله

زه د سوو سوو هیلو له دیاره ــــــــــــــــــــــ ته د مینې او خندا د بڼ ګلاب يي 
دا توپیر لکه د شپې لکه د ورځې ـــــــــــــــــ څومره لویه فاصله ده ګرانه مونږ کې؟
رڼا مومند

د هیلو بوټی

 

د مات شوي زړه ټوټه می د نظر په هیله وړمه

د جانان د کلې کور او هغه در په هیله وړمه

د ارمان بوټې می تږی په لاسونو کې لپه کړي کړي

زه یی د یار د دیدنونو د ګودر په هیله وړمه

رڼا مومندی

بې خبره

دزړه ټوټه مې وه درکړۍ بې خبره ومه ـــــــــ چې ستا د زړه کاڼې به ماته کړی هینداره د زړه

کوم چې په زړه کې وي سجدی ورته بل څه نه وې تل ـــــــ نن مې کاروان د رڼو اوښکو شو په لاره د زړه ـــــــــ رڼآ مومند

خاموشي

نن خاموشي راته خبري وکړي

نن په سکوت د تورو شپو په غیږکي

څومره چوپ چوپ هرڅه هرڅه ښکاریدل

نن د سپوږمي سترګې هم نه ځلیديد

نن د تورتم نارو په خوله نه ژړل

نن انګازي د شومدم موسکیدي

نن د سکوت سلګې خپه غوندي وه

څومره رازونه په دې شپی کې پراته

څومره دردونه خاموشي کې وینم

مینه خاموشه ده د شپي په غیږکې

شپه په چرتونو کې ویده ښکاریږي

دا څه معما د ژوند پرته ده دلته

دلته سکوت کې څه ناري پري دي

دلته په زړه د تورو شپو کې مدام

ویر د رڼا او د ډیوو ژړیږي

نن مې غوږونه دزړګی ګوره ته

چې خاموشي سره خبري کوي

سکوت په خپله یو لوی راز ښکاریږي! 

خدای ته سوال

سپوږمې زما دزړه کیسه واوریده

نن د رنګینو خاطری شیبې وي

پس له مودو نه راته سترګو کې بیا

غمي د سترګو د خندا ځلیږي

ارمان په زړه کې د اشنا ځلیږي

 

بیا ګلابي رنګونه وټوکیدل

په اننګو کې د خاطر جانانه

بیا راته ګل شو هر کتار د هیلو

لمر د فکرونو چې په ما ځلیږي

ارمان په زړه کې د اشنا ځلیږي

 

زلفي مې ول چې په مخ زانګی ګله

ستا د نظر د ګوتو هیله کوي

شوڼډو مې رنګ د  ګل له رنګه واخیست

د حسن ښار مې په ښکلا ځلیږي

زړه کې ارمان مې د اشنا ځلیږي

 

خدایه موسم د ګلو تیر نه کړي ته

چې خلاصي غوټې دارمان کړمه زه

د زړه میلمه راته په زړه راوله

سترګو کې سوال د دی رڼآ ځلیږي

په زړه ارمان مې داشنا ځلیږي

 

 

 

د زړه قاتل

ماته هردم چی را په یاد شې ګله

د زړه مرغه مې په ټوپونو شینه

ته لکه اوښکه چې لیمو کې پايي

زما د زړه په تل کې ځاي لري نن

ته چې زما د زړه له کوره خبر

تا مې دزړه کیسه لوستلۍ ده نن

تا مې د اوښکو په درشل کې راته

خندا د مینې او موسکا خپله کړه

تا راته تورې شپې د لار کې ګله

د ارمانونو مشال ولګاوه

ته مې د شوڼډو د ګلپاڼو کیسه

په خپلو سترګو کې لوستلې شی نن

تا مې د سترګو طوپاني فصلونه

په خپل ملاله

او خوږو کتولو

د محبت په څپو ونازول

تا مې دلې دلې ګلونه دزړه

په بارانونو د ښکلا تازه کړل

تا په معنې د دې ملال ژوندون کې

ماته ارمان ماته خندا وښوده

زه په دی پوه نه یم چې څه به کوم

کله چې ته د زړه له کلي لاړ شې

او زه یواځي بی له تا پاتې شم

ګله، ریښتیا خو راته ووایه ته

چې بی له تابه زه ژوند په څه معنې کړم؟

نن مې د اوښکو څپې بیا بهیږي

ځکه چې ته نه يي یادونه دی شته

او دزړګی ناوي مې ناسته درته

او په یادو دی توري شپې تیروي!

راشه په ما د زړه ټکور جانانه

که نه د زړه ناوي به مړه شي ګله

او بیا به ته په قتل تور وي ګرانه!

ځکه معنې د ژوند يي ته وي ورته

(رنا مومند(دنور، کولارادو)

د سترګو تور

اوښکې لیمو کې میلمنې پاتې دي

د لپو جام يي ورنه  خور ورک شوي

ستا د جفا په هریو وار صنمه

د زړه له وسې هریو زور ورک شوي

د ژوند کاروان څه لالهانده ښکاري

نن يي دلارې ورنه لور ورک شوي

د اشنا مینې لږ مې پورته کړه ته

که نه له سرنه دزړه شور ورک شوي

خداې چې زخمونه د زړه روغ شي ګله

نن يي طبیب نن یي ټکور ورک شوي

خود به غزل د زړه ګلپاڼي سپړي

رڼا زما د سترګو  تور ورک شوي

ګناه

ستا د سترګو تصور چې په کې نه وي
که ښایسته ټوله دنیا شي دنیا نه ده

ستا د شوڼډو په شربت چې خوږي نه شي
جام د میو که مینا شي مینا نه ده

هر یو ټپ مې د هجران چې ټکور نه کړي
که نړي راته دوا شي دوا نه ده

غم د یاره ستا د مینې په لټوڼ کې
که مې عمر هم فنا شي فنا نه ده

که مې بر شي په وصال د یار لاسونه
که مي مرګ راته سزا شي سزا نه ده

که په مینه کې سجده د زړه په کاروي
رڼا ټوله که ګنا شي ګناه نه ده

پرون

رانه لاړې ژوندون ګران شو

دزړه کور راته ویران شو

سم قلم قلم په زړه کې

ځوانیمرګ زما ارمان شو

په یادونو په سلګو دی

په دردونو په نارو دی

د پیرویو ښار تری جوړ شو

د زړه سر مې په سرسلګو دې