د مینې ګل

د زړه اسمان مې په غړمبار راغلې
ستا د یادونو یاد ېې بیا ځوروي
زما له څنګه لیري لیرې اشنا
نن مې سلګۍ د خولې دننه بهر
په ناڅرګنده خوا د خیال په هوا
بیاد جنون په وزرو هسکې سپرې
چیرته له ځان نه لیرې لیرې تښتي
نن مې غوټۍ د اننګو یوځلې
د چا د شوڼډو توده غیږ یادوي
نن مې د سترګو د باران سیلاب ته
د زړه سارا څه لاهو شوي ښکاري
دلته زما د زړه په کور او کلي
د چا دیاد په مزار بیا وګوره
سترګې قطرې قطرې په مخ اوروي
او ستا د میني وحشي ګل نازوي
رڼا.م
10440981_10152579180798486_4342074244312431140_n

ګیله

ژوند مو ده یوه شیبه خندا په خوله
نور خو سرا سر پرې ژړیدلي یو

نورو ته به تا یو څه ورکړي وي
مونږ خو هره ورځ پرې کړیدلي یو

مونږ هرې تودوښي د کړاوو ته
نن په خپلو اوښکو لمبیدلي یو

هر یو په بلا د ځان کې ورک ګرځو
خوږ د بل انسان ته موسکیدلي یو

ځمکې او اسمان ته هم حیرانه شم
بیا ېې هم په نوم انسان منلي یو

دلته چې سینه د ځمکې تنګه ده
ولې دې بیا مونږه رابللي یو؟

رڼا.م

د وزیرستان بی کوره شوو کډوالو ته

10463892_10152979897649838_6181218135389895487_n

ما ښکل کړه

زما دهیلو د ګلبڼ ګلابه
زما د سترګو د نظر شیبو ته
زیرې د روڼ سحر په لار کې پاتې
هلته زما د لوړو لوړو سوچو
دلته زما د سړو اوښکو په لار
د هریو خیال مالکه
راشه زما د لیونې مینې
د خیال دنیا ته!
یوځل
او د آخر ځل لپاره
ما ښکل کړه

دا ځلې ستا سره وعده کومه
چې خپلې سترګې خوب نه پورته نه کم
او هم ېې نه غړوم
ځکه چې ستا د شوڼډو ځای به ترینه
په رپیدو کې پاک شي

ای ته د مات زړه د خیالونو بادشاه
ای ته زما د هیلو مات وزره
ای ته زما د هوسو شهزاده
د وروستي ځل لپاره
ما ښکل کړه
نن مې په خوب کې راشه
سبا به ویښه نه یم
ژوند مې یواځې یو شهید ارمان شو
رڼا.م

ته چې په کې نه ېې دنیا نه غواړم
زړه کې دلته ځای د هر چا نه غواړم
خپلې به تیارې د ځان قبولې کړم
خیال کې هم د بل چا رڼا نه غواړم
رڼا.م

دنیا که لکه توره بلا، توره شې بدرنګه
نظر کې دا زما به د اشنا مینه ښایسته وي
رڼا.م

د مینې ساز

نن د زړه کور باندې عجیبه غوندې
چوپه چوپتیا، تیاره تیاره خوره ده
نن مې د سترګو د رنګونو اسمان
د سړو اوښکو په باران لوند شوې
نن مې د شوڼډو ګلابي بڼ پورې
د موسکا زیرې چیرته نه ځلیږي
نن مې د زړه د عواطفو دنیا
د خپل ارمان د تورو شپو جونګړه
د لیونیو سرببرو په شان
ټوله راوڅیړله
او په کې ېې خپلې ځوانیمرګې سلګې
په غیږ کې ونیولې

نن مې د شوڼډو دایاغې ناوکې
د زړه له درده سره وژړله
او زما سترګو ارماني سیندونه
د زړه په للمو تشوله داسې
لکه زما د سوي زړه ناره چې
د خپل وطن په ځوریدلو ډښتو
د مینې ساز خوروي
رڼا.م

ژوند

هغو لیمو کې چې یو وخت به تاله
پرته له مینې او خندا نه پرون
نور څه ما نه لیدله
په هغو شوڼډو کې چې ستا په مینې
بې له رنګونو تکې سرې ځلیدې
په هغو څڼوکې چې ستا لپاره
د سروغوټيو تازه ګل زنګیده

نن ولې پرته له سړو اسویلو
او له چوپتیا نه ډکې ډکې شیبې
نور څه لیدلې نه شم

نن مې په سترګو د تا لپاره
پرته له تشو او سړو اسویلو
او هم زما په زنګ وهلو شوڼډو
د ویر له دوړو نه څه نه وینمه

ژونده!
دا څه وشول زما سره نن
نن مې جونګړه د یاغي هیلو بیا
د پریشانه زلفو ګل په شانې
د غم ټالونه وهي
او ته
او ته هم
پرته له یو لیري لاروې نه بل څه
ماته ارزښت نه لرې
ارمان د ژوند له دې دستوره ځینې
چې په یوه شیبه کې
خپل هم پردي پردي شي
رڼآ.م

تلوسه


ژوند د اوښکو او خنداوو تماشه ده
دلته, هلته، د هرچا د زړه نغمه ده
غم، خوښي، مینه نفرت هم په کې پايي
تش زمونږ د ارمانونو تلوسه ده

رڼآ
603763_4704478854397_127728092_n