سبا به شي

غم دې وي، ژړا دې وي، خندا دې وي
څنګ کې چې د تا وي، په (رڼا) دې وي
اوښکه په ګریوان وي، خو ارمان دي وي
څړیکې د هجران دي وي، جانان دي وي
رابه شي میلمه به شي، اشنا به شي
ښکلیه، ستا ګریوان کې سر زما به شي
نه شو ایسار چیرې دا کاروان د ژوند
واخله غړپ د شوڼډو چې سبا به شي

سکوت

زړه مې بې ځایه بهانې نیولې
پریږده چې ورشمه د شپې میلمه شم
او په چوپیتا د تنهاي غیږه کې
سر په سینه د شپې ورسپارمه
او په بق بق ورته ژړا وکړمه
ما د رڼا ورځې لمن کې دلته
د سر په کور درانه بارونه د سکوت ساتلي
د شپې په غیږ کې خاموشي وژنمه
(رڼا.م)