څوک په کې څه، څوک به بل څه لټوي
هر چاته کور د زړه ښودلې نه شو
دا څه معنې د زندګي شوه (رڼا)
څه مو چې زړه غواړي کولې نه شو
څوک په کې څه، څوک به بل څه لټوي
هر چاته کور د زړه ښودلې نه شو
دا څه معنې د زندګي شوه (رڼا)
څه مو چې زړه غواړي کولې نه شو
کله چې یاد ستا په خاطر کې راشي
سترګو نه شړک د باران وڅڅیږي
او د زړګي مرغه مې بیا؟
لکه باران وهلې، لمده بلبله
د زړه په کور په ترپیدو شي راته
او اننګو ته مې په کوکو کوکو
سورکي ګلان وټوکي
آخ! چې ژوندون نه اوس په تیښته یمه
او ستا وصال د مرګ په غیږ کې غواړم
رڼآ
کله چې لاړلې زما له کلي
زما تنکېۍ او ځوانیمرګئ هیلې
د زړه مزار باندې ویدې پاتې شوې
او هم رڼې ماشومې اوښکې کتار
زما له سترګو ښکته وبهیدې
زما د ساه په هرئ آه کې ګله
ستا د یادونو تلوسې اوسیږي
او د ژوندون د نابودي زیرې مې
هر شیبه راته ګواښونه کوي
!یو ځلې راشه، دلته! بر کلي ته
او زما سور مزار د هیلو ته نن
په مخه ښه او خدای پامان ووایه
ځکه شهید ارمان مې پرته له تا
باڼه د سترګو سره نه ورولي
راشه په سترګو ورله لاس ونیسه
کیږي چې زړه ېې بیا بیلتون ومني
او هلته بیا په خپل مزار ویده شي
رڼا.م
د زړه داغ دی را ژوندي کړ راته ولې
تا خو پریښې وو دا کلې لا پرون
نن چې نشته هغه ویښ ارمان په زړه کې
دا ماشوم مې ویده کړې لا پرون
رڼا.م
زما ګوګل زما د زړه په کور کې
زما بیرنګه نیمخوا نظر کې
زما د ګونګ آواز په هرانداز کې
زما د خیال اسمان وریښمین چمن کې
زما د ژوند په ناکردو شکیدلي
هغه نیمګړئ، نیمخوا کتاب کې
زما د یاد په هرې ساه کې دلته
زما د غږ په زمزمو کې ګله
سمه ټپه د “یه قربان” پاتې شوې
او د نصیب په اور سیځلي ټټر
ته لکه اوښکه په ګریوان پاتې شوې
ته به خبر وې او که نه وې اشنا؟
چې ستا نظر زما دنیا جوړي
ته “ارماني” ارمان د ژوند کې زما
راته صنم راته جانان پاتې شوې
رڼا.م