د مرګ پوله کې چې ساه د ژوندون اخلي
څه عجیبه لیونې زما افغان دې
چې ېې سر سجدې د جبر ته ټیټ نه شو
په میراث د (رڼا) پاتې د غه شان دې
Month: June 2017
اختریزه!
نه اشنا کلي ته راغې، نه مې وکړل دیدنونه
چاویل، پاڅیږه اختر دې
ګوره څومره بختور دې!
ما ویل چیرته دې، له کومه راغې، څه شو؟
ټول ژوندون مې په لټوڼ د ده کې تیر شو
دې خو راشي، بیرته لاړ شي، خو زما؟
خو زما سپیره انګړ ته چیرې کله را پیښ نه شو
(رڼا.م)