صنم

ما خو په ځان باندی منلې ده چې داسې وشي

نن د هجران چې دغه پیټې په زړه بار ده کنه

د زړه پرهر مې بیا تازه شو ستا په یاد کې ګله

بیلتونه تا سره خو درد د زړګې یار ده کنه

رنګ مې د اوښکو اوس روڼ شوې چې یو راز پاتې شي

دا خو زما د ستړې مینې ابتکار ده کنه

داسې چې هره شیبه خوند د یار ګریوان کې وینم

ژوندونه ساه مې ستا په لپو کې په دار ده کنه

زار شم، د سترګو په کاسو کې راله ځای راکه ته

د یار نظره نن مې دا  درته اقرار ده کنه

چې خوله او زړه ېې راته سیخ په لاره درومې داسې

رڼا، نن داسې صنم ماته را پکار ده کنه

مړینه

نن خو شفق د سرو لمبو په لمن وینه غواړي

د زمان اوښکې په ژړا ژړا کې مینه غواړي

زمونږ خو رنګ د ارمانو هم تور سالو اغوستې

دنیا د زړونو مو خبره تکه سپینه غواړي

د زمانې ترخئ ېئ دومره په سر واړولې

د رڼا کوکې د سلګو په غیږ کې مړینه غواړي

ووایه

ستړې تلوسې  شي بیا تری څه جوړ شي

یار چې بې وعدې شي بیا ترې څه جوړ شي

یو لا رخصت نه وي چې یو بل راشي

غم چې غم پسي شي بیا ترې څه جوړ شي

واروره اې ذاهده نن د خولې خبر

ماتې چې توبې شي بیا ترې څه جوړ شي

خوله باندې په شوڼډو او په زړه باندې

نن به خوبولې جذبې ویښې کړم

ویښې چې ویدې شې بیا ترې څه جوړ شي

ډوب مې هر ارمان د رڼا زړه کې شو

بل که ورپسې شي بیا ترې څه جوړ شي

د کوچنیانو ترانه

دا وطن زما ازار لري خبر شه ته

توره شپه سهار لري خبر شه ته

هر کڼډک د دی وطن چې وپلوري

تاسره به کار لري خبر شه ته

ساه له تنه کله بیلولې شي

هر څه اختیار لري خبر شه ته

دا د سرو امیلو سره خوبونه دی

پام کوه چې دار لري خبر شه ته

ګل د ارمانونوېې که ووژنې

دا وطن مې خار لري خبر شه ته

نن ېې په سلګو کې درته وویل

دا وطن ګذار لري خبر شه ته

پرینښودم

څه عجیبه د ژوند دستور زما په مخ چلیږي
عمر دمني مازدیګر ته چیرته پرینښودم

ما خو د شپوتورو تیارو کې خپل جانان لټاوه
د هجر وار د وصل روڼ سحر ته پرینښودم

خواره نصیبه ګیله منه نن له ځانه شومه
ستا تورې غیږې د ارمان ګدر ته پرینښودم!

زه ساراېې هوسې په لاس د زولنو واوښتم

د زمان جبر نن په څوکې دغر پرینښودم

ما ویل څڼې د خیالو به غوړومه ورته

د سهار باد مې هرکلي د لمر ته پرینښودم

رڼا به سر په سجدو ولې ستا په در کې نه وي

تا خو یوه شیبه د زړه وسرته پرینښودم

رڼا

عادت

پریږده چې په زړه کې درله ځای درکم
ستا به پرې رحمت شي د راتلو سره
دومره ستړی ستړی شو له خپلو نه
کیږي چې عادت شي له پردو سره
رڼا.م

تا؟

تا مې د زلفو په پریښان ځنګل کې

چیرته ونه ټومبه یو ګل د خندا

تا مې د سترګوله باران نه ګله

خپلې سارا د کاڼي کاڼې زړه ته

څومره اوبه ورکړي

تا مې؟

نن دې شعرونو کې ستایلې نه شم

نن دې په سترګو کې لیدلي نه شم

نن خو زما او ستا تر منځه پورې

تش د دردونو او یادو کرښه ده

خو زه هغې ته فاصله وایمه

هو! نن دی شعرونو کې ستایلې نه شم

بس ده ، په زړه یی نور زغملی نه شم

زما اوستا تر منځه څه پاتې شول

پرته له اوښکو قافلو نه په لار

نن مې تقدیر په خپلو مټو جوړ کړ

نن مې بدله کړه تګلاره د ژوند

بس ده زه لاړم درنه

نور دی دردونو سره نه پایمه

رڼا..مومند

 

مه ورانوه

ما ته د سترګو په دنیا کې ستورې بیا ځلیږي

خواره نصیبه زما رنګ د اسمان مه ورانوه

دلته هر ګام کې سرې غوټی د رامانو ټوکیږي

اغیاره داسې می نړی د جانان مه ورانوه

ستا هر ګذار مې په ټټر د صبر بیا منلې

وخته، په سر مې د فکرونو مکان مه ورانوه

ما خو بیړۍ د اوښکو ستا په توپانو سپارلې

د ژوند قاتله نن د هیلو کاروان مه ورانوه

ما د خیالونو په ساراکې ورله کور جوړ کړی

د نصیب لاسه زما ښکلي مکان مه ورانوه

که يي بدل کې د رڼا ارمان په سیند لاهو شي

خدایه، په خوب کې هم ته کور د افغان مه ورانوه

رڼا .م