دومره مې زړه راته مجبور کړي وطن

چې رانه ورک زما سرور کړي وطن

زه ېې په شین نظر د خیال کې ګورم

د غلیم لاس مې راته سور کړي وطن

 

 

فکرونه

ستا د سترګو په دنیا کې لیرې وتښتم له ځانه
لاس مې ونیسه ډوبیږم په خیالونو کې د تا
ستا په ساه کې مې تړلئ هره ساه هر سلګۍ ده
ستا د وصل خیال کې ډوب شي ټول فکرونه د دنیا

لاړه دی شي

ستا د وصال شیبه زما چې په نصیب ورسي
بیا مې که ساه له خپل بدن نه ځي نو لاړه دی شي
که مې د عمر تنده ستا په شوڼډو ماته شوله
د ژوندون نښه که له تن نه ځي، نو لاړه دې شي