زما ګناه

!!ماته خو ووایه ګناه مې څه ده

کله په دې کله په دا مړه کیږم

کله مې غاړه له بدنه لرې

کله مې پوزه په چاړه پري کوې

یا مې په سلو دورو څان کړوې

کله ټوپک راته په سر نښه کړې

کله مې وینه په هر لار تویوې

ماته د ښکلې ( انیسې ) ټپونه

لا کاپیسا کې ټکور شوي نه دي

چا چې معنې د ژوند په ژوند کې لیده

د ماشومانو په ککو کې ورله

دې څاڅکې څاڅکې د پولیو ورکول

څومره اتله څومره ښکلې وه دا

د ولس غم ورته د ځان ښکاریده

خو تاته سترګو کې اذغي اذغي شوه

تا ېې خاموشه کړه ډیوه د عمر

په تورو شوڼډو د نفرت په توپان

ماته خو ووایه ګناه ېې څه وه

ظالمه ولې دا خطا ېې څه وه

نن دی یو ځل بیا په وحشي ګامونو

پرته لدی چې شوڼډې وسپړوي

زما غوټې د ماشومتوب غوبل کړه

تا غرغره کړله نغمه د هیلو

په خپلو تورو او تیارو منګلو

پرته له دې چې په ګنا مې پوه شم

ماته خو ووایه ګناه مې څه وه؟

ماته خو ووایه ګناه مې څه وه؟

نن غریبي زما ګناه ووته

خپله نیستې زما ګناه ووته

ما په لرګیو پسې یبلې پښې

څه لالهانده په سارا د ژوند کې

خپل غمځپلي او بیوزله کورته

د سوړ نغري یوې لمبې لپاره

د مور پخلې ته لږ څه ارو لټاوه

زما ماشوم او بې وزره بدن

ستا دبې زړه لوبئ مرغه وګرځید

ټوټې ټوټې په مین والوت داسې

اوس مې ټوټې په هره خوا ژړیږي

نن به ادئ زما لټوڼ کې ستړې

اوس خو د خپل زړګي  لټوې؟

واه، چې د اور، لرګو، خزلو په ځاې

زما ټوکر ټوکر جامې لټوئ؟

ولې ته ووایه ګناه مې څه وه؟

زه دی ځواب د دې پوښتنې لرم

ته مې په لپو د سرو وینوکې نن

د ځناور زړه تنده ماته وینې

ای د  ژوندون او بشریت غلیمه

ته مې قاتل د هر ارمان یادیږې

ته به تر څو پورې انسان یادیږې؟

رڼا .م

د زړه عشق

چاته سترګو کې دروغ ویلې نه شم
دغه خوی مې د پښتو رانه ورک نه شو

بد چې تل راته بد ښکاري په نظر کې
دا جنون مې د نیکو رانه ورک نه شو

ای وطنه، مساپره که د ژوند شوم
ستا خو قدر په لیمو رانه ورک نه شو

رڼا هر څو که ډیوه د ژوند خپه شوه
د زړه عشق مې په تیارو رانه ورک نه شو
رڼا.م

ستا وصال

نن ېې پاولي د ستورو بیا زنګیږي
په اسماني ټټر د شپې په زړه کې
د اسمان ناوې بلاربه شوې ښکاري
زړګی غوټۍ د هیلو بیا ګوتو کې

نن په کمڅو د تور ماښام کې ټومبي

څومره شیبه راته د ژوند خوږه ده

چې ستا په سترګو کې خپل ځان وینمه
په پټ پټوني د تیارو  غیږه کې
ستوري د هیلو سترګګونه ووهي

مینه مې خاندي د وصال شیبې ته
نن لیونو کوترو بیا د خاطر
د زړه اسمان کې کتارونه جوړ کړل
ګوره غاټول د اننګو ته زما
چې ستا د سترګو په کتو اوبه شول
راشه زما د زړه دنیا ته ګله!

راشه ته چې لاس دې د بیلتون له لاسه

په ژوبل ژوبل زړه یو ځلې تیر کړم

هلته به بیا د زړګي هره ټوټه

ستا په وصال کې بیرته ژوند ومومي

راشه، د خیال او ارمانونو یاره

سترګې مې ستا په لټوڼ لاره څاري

هره سلګۍ مې په سینه کې درته

ستا د راتلو په انتظار کړیږي!

راشه د وصل په بدل کې رانه

دا پاتې ژوند زما ډالۍ ومنه.

رڼا.م

هرشیبه

لکه ټپه د یکه زار جانانه
هره شیبه زما په خوله اوریږې
پام کوه څاڅکې د شبنم خو نه ېې؟
چې هر سهار مې په لیمه اوریږې
سترګو کې ته،خاطر کې ته ېې مدام

دلته هم ته او هلته ته اوریږې

بیلتونه ژرنده خو په وار ده کنه

ته تل په کور د پښتانه اوریږي

خود به تخنیږي د سرو شوڼډو ادا
رڼا په زړه چې ورته ته اوریږې!

ستا یاد

نن مې بې وسه او بیباکه نظر
ستا د زړه ښکونکې نظر لاره څارله
بیا مې د شوڼډو له ګلپاڼو سره
ستا د نوم سر څه زمزمه غوندی کړ
سره اننګې راته نا څاپه غوندی
لانده لانده او لمبیدلي شوله

د باران څاڅکې له لیمو بهیدل
بیاېې زما د خیال وحشي ګلونه
لکه د خټو، هغه خام کورونه
په سیل د غم لاهو کړل
او بیا زما د ارمانونو بیړۍ
د زړه توپان کې ډوبیدل پیل کړه

رڼا.م

هیله

نن مې د ځان سره خواله وکړله

بس له سوچونو سره ناسته ومه

ستا د دیادونو سره ناسته ومه

څومره کلونه مې د ژوند خاطرې

ستا په لمن کې پاڼې پاڼې کړلې

څومره مې اوښکې ستا په مخ  کې هردم

څاڅکې غوټې د ارمانجن زړه شولې

څومره بې دریغه د ځوانې خوبونه

ستا د ناوړه ناکردو په حکم

زما په سترګو کې ویده پاتې شول

نن مې سلګو سره سلګې جږه کړه

نن مې په ستونې کې ناره غوټه شوه

خو په مري کې غرغره پاتې شوه

چیرته ېې توان د راوتلو نه وو

زه د دردونو او نارو له جنسه

زه ټوټه شوې ناوکې د خیالو

زرې زرې لکه هینداره د غم

بیا په منګولو د قسمت کې شومه

کومه ټوټه به ته پتره کړی زما

هیله زما د روغیدو کله شته

دا مې نیمګړې نیمخوا کیسه شوه

چیرته ېې تاب زه د ویلو لرم

رڼا.م

 

 

څومره مې ړنګ او بې ې سترګو

غرور

دا چې بیلتون مې د نظر مهار په زړه ویشتلې

دومره خو وران او ګنهکار زما نظر مه بوله

زما د زړه په هر یو درب کې نوم د تا لیکلې

ګوره صنمه د زړه یاد مې بی خبر مه بوله

خداې چې لمبې به دې دا ښار د زړه ایره ایره کړي

داسې بې کاره مې شغلې نن د ځګر مه بوله

ګوره چې ډوب به دی خیالونه په سیلو د غم شي

درد د زړګي مې راته دومره بې اثر مه بوله

نن چې دا ستا په قدم سر ما په سجدو ایښې دی

رڼا غرور مې دومره ښکته په هر در مه بوله

رڼا.م

مور

 

څوک مې کډه،زنانه،سیاسره بولي

ای زما راکړې نومه چیرته لاړې؟

دا  د ژوند په هر مسیر کې راته ګوره

څومره پورته او ژورې لرې لارې

زما هر اخیتار د ژوند د نر په لاس کې

وخته اوس به دی پوره وي په ما چارې

څوک مې رنګ د اسماني انځور نه وینې

دلته  ماتې دي په سترګو کې هیندارې

ما د مرګ په ګام کې ژوند دی لاهو کړې

بس یو مور یم نور به څه وینم ناتارې

کله کله ېې د وړلو طاقت نه وې

دغه نوم دی څومره دروند شو په ما خوارې

. رڼا.م

 

د مینې مشال

که مې چیرته په قیمت د ژوند تمام شي

هیر به نه کړمه په سر د مینې خیال

راشه پوه شه فلسفه باندې د مینې

دا تر څو به زنګوې د بوډۍ ټال

چې رخسار د ژوند په مینه باندې رنګ شي

هلته پوه شه چې دی وکړلو کمال

رڼا ستا رڼا د ژوند به څه رڼا وي

چې په زړه نه وې د مینې یو مشال

د ژوند قرباني

شوڼډو نه د خولې خبر ونه وته

داسې په مری کې نن غوټه شوله
بڼ د آرزو ګانو چې اوبه نه شي
چیرته به غوټی سپړی ګلان د زړه
ما چې په شبنم کې دریا ولیده
سترګو کې ذ اوښکو نه ناره شوله

ساه مې د زمان په ناکردو سره
چیرته لیری لیری بنده پاتې ده

څوپورې به لاس زما په خوله وي ستا

څوپورې به وژني هلهلې د ژوند

ای دی نصیب نومه  رانه څه غواړې

نن دې په ژوندیو کې وژلې یم

هره ساه، او هر نفس کې نه وینم

پرته له نفرته تاته زه یوڅه

پریږده رانه واخله دغه پاتې ژوند

مړینه په ژوندیو کې په کار نه ده

هلته چې ناره د زړه په خوله وژني

هلته مې ګذران د زماني ګورم

دلته ژوند له مانه ګیله من ګرځي

زه هم ګیله منه له خپله ځانه یم

چیرته چې ناره د زړه په په زړه لرم

هلته هره ساه زما ارمان وژني

ما خو په کې هیڅ ارام ونه مونده

ما خو د خپل ژوند په بیه و تاله

دا بې وسه نوم چې ورته مور واېي