جنون

داسې څګیروي داسې دردونه زنګوي غیږه کې

په دي زخمې زخمي ژوندون کې نور څه وینمه

ما په اغزنو لار مزل د خاطر ډیر وهلي

په هر قدم ددې ګردون کې نور څه نه وینمه

ما خو لمن د تورو شپو ته نن ارمان روزلې

ژوندونه ستا په سباوون کې نور څه نه وینمه

رنګ د هستي مې د سبا په مخ کې ساه اخیستې

نصیبه ستا په نن پرون کې نور څه نه وینمه

د رڼا خیاله هوښیاري  د زړه په لار وکره

بس ده په لاره د جنون کې نور څه وینمه

ټپي خاطر

ولې دی مینه کې دوکه وه ولئ؟

هره وعده دی بې وعده ووته

تا چې نړی د زړه را ړنګه کړله

څومره دی شومه اراده  ووته

ولئ اشنا ولئ، تر کومه؟ ترکومه؟

دا مې له شوڼډو نه ګیله ووته

ما لا خپل حسن کې لیدلې نه وو

ماته د لاس مې آیینه ووته

د اشنا مینې دروغجنې مینئ

نن مې له زړه داسې ناره ووته

هغه زړګی چې ستا په لار کړیده

نن يي له کوره جنازه ووته

!ای د رڼا ټيي خاطره وایه

رڼا په څه دومره ساده ووته

رڼآ مومند

نصیب

زما د اوښکو له ویالو نه نور څه پاتې نه شول

ستا د دردونو له پیرزونه نه نور څه پاتی نه شول

نصیبه ستا د ګګ لیچونو له ټکرو نه نن

قدم قدم د حوصلو نه نور څه پاتې نه شول

د سولې پریښتې

مونږ د وحشت په زولنو کې لابندي پاتي یو
مونږ ته تیاري د ظلمتونو لا تمامې نه دي

زمونږ د زړونو له نارو نه اسمانو وژړل

بیلتونه ستا خو په مونږ سخې لا تمامې نه دي

موږ لا ټکرې د نادودو له طوپان سره خورو

دلته، پيرې په مونږ د اوښکو لا تمامې نه دې

زمونږه سترګو کې مین ګلاب غوټي پاتې دی

دلته د ظلم ترانې چیرته خزانې نه دي

مونږه په سکروټو د اورو کې هر قدم جږ کړې

دلته تګ لارې د ژوندون دومره اساني نه دی

مونږه د غم ګریوان کې زانګو او سندرې بولو

دلته په شوڼډو د خندا کیسې روانې نه دي

دلته مو شک په یو او بل ده څه دهشت چلیږې

دلته په زړه د اعتبار خونې ودانې نه دي

دلته مالت د انديښنو اود دردونو شو نن

دلته د چا سترګې وحشت پوري حیراني نه دي

خدایه راپیښۍ کړه څه نوۍ پريښتې د سولې؟

دا چې راغلې دي، په مونږه مهربانه نه دي

رڼا مومند

Posted on May 20, 201

ګونګې پاتې یم

وخت مې لاسونه په خوله ایښې چې ګونګې پاتې شم
داېې بارونه په ما ايښې چې ګونګې پاتې شم
زما د صبر په بدل کې راته غاښ پاتې دی
څه ېې شرطونه په ما ایښې چې ګونګې پاتې شم
زما ټټر دارمانو د زړه په رنګ سور شوی
تور ېې داغونه په ما ایښې چې ګونګې پاتې یم
لوګی، لوګی خاطره بیا د قدرتونو لمبو
سورکي اورونه په زړه ایښې چې ګونګې پاتې شم
رڼا تر څو به د پښتو د رواجونو ارباب
داسې دودونه په ما ایښې چې ګونګې پاتې شم
رڼا مومند

ډيوې بلوم

بیا په مزار ستا دیادونو نن ډیوې بلوم
په هره لار ستا دیادونو نن ډيوۍ بلوم

رڼا د زلفو په تیارو کې رانه ورکه نه شي
په کې،کتار ستا دیادونو نن ډیوې بلوم
رڼا مومند

پام کوه

زما د سترګو په دنیا کې ستا انځور جوړ شوۍ
نن مې د زړه هره سودا کې ستا انځور شوۍ
پام کوه یاره چې رسوا چوپه خولګي نه کړمه
هره خبره د رڼا کې ستا انځور جوړ شوۍ
رڼا مومند

بې رحمه مینه

نن مې په وچو شاړو ځمکو د زړه

نن مې دسترګو په ملال نظر کې

ستا دیادونو باران واوریده

زړګې په کوکو، کوکو وژړیده

ستا دیادونو کډې بیا باریږي

د زړه د کور کلي په لاره ګوره

زما ټپې ټپې کوڅې دخاطر

ستا د نظر سوالونه بیا کوینه

زما غمجن او بې نفسه خاطر

روژه په اوښکو ماتوي

ستا غلجلکې مینه د سترګو اشنا

مانه رانجه د خندا وتښتول

ستا د سرکو شوڼډو موسکاه وګوره

زما ګلاب ګلاب ځوانې خپله کړه

نن مې فصلونه د ژوندون ګورمه

چې ستا په لاس کې هر قدم بدلوي

څومره بې رحمه شوه دا مینه زما

هره شیبه زما ځوانې پټوي