دوه مخي خلک

نن مې داسې یو اند سرته راغی چې راځه عینکې په سترګو کول پیل کړم، ځکه د ډيرو خلکو دوه مخونه ګورم، کیږي چې د عینکو اغوستل دغه ستونځه راته حل کړي؟…..ښه خدای دی وکړي چې یوڅه مرسته وکړي، زما به اند،انسانانان او د هغوې خویونه او شخصیتونه ډول ډو

ل دي، همدا خویونه، شخصیتونه او کرکترونه دي چې مونږ دی ته اړ کوي چې یوبل ته د نږدیوالې احساس وکړو، او یاهم یو له بله فاصله ونیسو، او یا هم خدای مه کړه د پلار او نیکه دښمني پيل کړو، او له هرڅه نه بیزاره شو….خیر دی، زه به یواځې دوه ډوله خلک یاد کړم: لومړی ډول هغه خلک دي، چې چوپ وي، خاموشه وي، شاید ډیر صادق او یا هم ډير هوښیار او زیرک وي، چې حتې نه غواړي یوه کوچنې خبر هم له خولې وباسې تر څو څوک ترینه خپه نه شي، او یاهم داسې څه ونه واېې چې نور ېې د زړه په حال خبر نه شي .بیا هم ووایم چې دا ډول خلک ښه او یا هم مرموزه خلک دي. خو خبر داده چې ډير په کې ښه وي،ځکه خلکو ته خو دده امید نه ورکوي چې د کار سړی دی کنه؟ زه ورته د قدر په سترګه ګورم،ژوندي دي وي،سالم دي وي، خوښ او نیکمرغه دې وي، نور څه ترینه نه غواړو، هغه متل دی چې: ستا له سره خیر نشته، خو زیان مه رسوه! اوس به راشو د دوهم ډول خلکو شخصیت ته: دا ډول خلک خو زما په اند، د ټولنې لپاره ډیر زیانمند او خطرناکه تمامیږي. داسې خلک چې درسره مخامخ شي، داسې به ناببره خواږه شي چې ته به ګومان کوې چې حتې په یوه بل ژوندون کې ستاسو پيژندګلوې سره شوی وي. دومره به درنه ځآر،قربان،صدقه او خیرات شي، چې ځان به درنه هیر کړي. او خدای مه کړه کله چې اشنايي ورسره پيل شي، نور بیا د نورو عیبونه لټوي، د هغوې کمښتونه او کمزورتیاوې لټوي؟ په مجموع کې دا هغه خلک دي چې د خپل ځان په اصلاح او ځان په جوړونه کې هیڅ وخت نه تیروي او نه ېې هم تیر کړې، نور غواړي چې هغه په نورو کې وموندي. دې ته واېې د یوې ټولنې مکروب، چې دغه مکروب کیدلې شي د ډیرو ناروغیو علت وګرځي.

زمونږ توپير

هغه غوره ټکې چې انسانان یو له بل څخه په دوه لار کې بیلوي، هغه زمونږ توپيرونه نه دی، بلکه،زمونږ د توپيرونو د پیژاندګلوي، او د هغه د توصیف په منلو کې زمونږ د نظرونو لڼډوالې دی.

د وصال شیبه

هرټکل زما د ستړو ارمانونو

چې د شوڼډو په غوټیو  ښکلول کړي

ستا د سترګو په ښکلا باندې نازیږي

غوږ ته بولي د خیالونو په رباب کې

د ادم د رباب ترنګ سره نغمه ده

لکه ناوې دښایست مې توره شپه ده

 

 

هر یو درب مې دزړګي په غوږو اورم

چې نظر مې ستا د سترګو خواته درشي

ټول بدن مې په لرزه ده له حسرته

هرنظر د تخیل مې په موسکا دې

واه چې څومره عجیبه دا تلوسه ده

لکه ناوې د ښایست مې توره شپه ده

 

نن مې ستوري د اسمان دي رابللې

دوې به واړه شاهدان زمونږ د زړه وي

نن مې زړه په هر قدم ورته شیندلې

نن مې مینې ته جامې د حورو ورکړې

د زړه کور کې د وصال بله ډیوه ده

لکه ناوې د ښایست مې توره شپه ده

 

تصور مې له اسمان نه پورته ګرځي

جنتې شوې د سپوږمې د نظر ګوتې

تخنوي مې ویده شوي ارمانونه!

نن نرګس زما د سترګو قدرتي دی

څه خوږه زما د ژوند دا تماشه ده

لکه ناوې د ښایست مې توره شپه ده

 

وینم بیا چې قدرتي ازل د زړه شو!

ستا په سترګو کې لږ غواړمه ویده شم

ستا د غیږ په ګرم اور او نرم خوند کې

هر یو ټکې مې د ژبې په سر هیر شو

رڼا، ګوره د وصال  خوږه شیبه ده

لکه ناوې د ښایست مې توره شپه د