دا چې پرهار خپله اشنا درکوي
نور له اغیاره به ګیله په څه شي
دلته انسان خپله انسان وژلې
نور له ښاماره به ګیله په څه شي
رڼا.مومند
Month: January 2013
ښځه
مونږ
مونږ د نصیب د ناکردو بچي یو
زمونږ له کلي ېې ډيوې وړي دي
مونږه د تورو تورتمو بچي یو
زمونږ له شوڼډېې خندا وژلې
مونږه د اوښکو د لیمو بچي یو
هغو چې سر په لاس وطن ګټلې
مونږه د هغو توریالو بچي یو
زمونږ تالا شول د سپرلو ګلونه
خود به د زیړو خزانو بچي یو!
رڼا،کاروان د هیلو ستړې نه شي!
مونږ د شملې مونږ د پښتو بچي یو!
رڼا.م
نذرانه
چې دې په سترګو کې زما د زړه انځور ونه لید
زما او ستا په یارانه کې نور څه پاتې نه شول
ته مې چې سوېّ اسویلې په لار لیدلې نه شې
زما د شوڼډو په ګیله کې نور څه پاتې نه شول
ته مې چې بنده په قفس د ظلمتو کې ساتې
زما د روح په ترانه کې نور څه پاتې نه شول
ته چې د ژوند په هر قدم کې ماته مرګ یادوې
ذاهده،ماته په توبه کې نور څه پاتې نه شول
تا چې کړه ټوله در لوګې ځانته مغرور جانانه
د رڼا سترګو نذرانه کې نور څه پاتې نه شول
رڼا.م
د زړه فال
د زړه فال
که دې شیبې د انتظار وشمیرم
هر یو ساعت به راته کال ګورمه
د مینې لومو کې بند شې ګله
د اشنا زړه به درته جال ګورمه
ما چې کوله ستا بې رحمه مینه
خود به په اوښکو د زړه حال ګورمه
زما دې ژوند ستا له کتو لوګۍ شي
زه دی نظر کې د زړه فال ګورمه
چې مې تر تا پورې ژوندۍ درولي
رڼا په سر کې هغه خیال ګورمه!
رڼا.مومند
زه او ته
ته په دنیا د خاموشي کې اوسې
زه انګازه د شومدم په غیږ کې
څومره توپير ده زمونږ منځ کې ګله!
رڼا.مومند
د نصیب د زولنو له شرنګهاره
د رنګونو او دردونو په بازار کې
بازینګره ناوکۍ زما د ژوند شوه
رڼا.م
یاد
ای له مانه لیرې،لیرې تللې یاره
ته مې کله یادوه د زړه په یاد کې
واه، زما د زړه مرغه د اشنا خیاله
ماته څړیکه د زړګي شوې په فریاد کې
رڼا.م
انتخاب
خزاني شپوته مې ګلاب شې ګله
ماته معنې د انتخاب شې ګله
کله چې ولولم غزل د زړه مې
سم راته ټکې د کتاب شې ګله
زما چوپ چوپ او خاموشي د زړه ته
کله نغمه کله رباب شې ګله
څومره چې ګورم بې حسابه یاران
ماته هغومره ته نایاب شې ګله!
رڼا.م
تقدیر
که مې اسمان د نصیبونو توره وریځ شې راته
زه به د اوښکو سمندر کې ستا تصویر لټوم
کله مې شک په خپل پښتون یاغي نظر وکړمه
چې زولنو سره تړلې خپل تقدیر لټوم
رڼا.مومند