ژونده په دردونو کی دی ورکه یمه
زړه کی ارمانونو کی دی ورکه یم
ژاړمه چی ګورمه رنګونه دی
وخاندم چی ګورمه سازونه دی
سرشمه سارا شمه ډاګونو کی
پرخه شم بادونو کی دی ورکه یمه
خدای چی په غمونو کی دی ورکه یم
ژونه په دردونو کی دی ورکه یم
«««««
کله چی غمونه می دردونه شی
سرباندی راټول شی اوبارونه شی
ستړی می دزړه واړه زورونه شی
لاره رانه ورکه د فکرونو شی
خدای چی په مزلونو کی دی ورکه یم
ژونده په غمونو کی دی ورکه یم
««««««
ولی هرقدم کی قافلی دغم
اورمه او وینمه کیسی دغم
ولی دی خوری وری ګیلی دغم
شوڼډو کی پرتی دی ترانی دغم
پوه نه شوم رازونو کی دی ورکه یم
ژونده په دردونو کی دی ورکه یم
یا می راته مات دواړه وزرونه کړه
یا می جوړ دمینی اسمانونه کړه
یا راته ټکور دا پرهرونه کړه
یا دی رانه لیری ګوزارونه کړه
هسۍ په فصلونو کی دی ورکه یم
ژونده په دردونو کی دی ورکه یم
مه ځوروه نور کلی دزړه راته
مه غواړه ته اوښکه په لیمه راته
راوله خندا په تشه خوله راته
هغه د نصیب په نوم پلمه راته
ماتو تصویرونوکی دی ورکه یم
ژونده په دردونو کی دی ورکه یم
کله غواړم والوزم مرغه شمه
ستا له نظر ورک لکه کارغه شمه
ناسته زه په څڼډه دلوړ غره شمه
لاړه دجنون په خوب ویده شمه
لوړه په خوبونو کی دی ورکه یم
ژونده په غمونو کی دی ورکه یم
رڼا مومندي