دا د اوښکو په دریاب کې کله لامبو کله ډوب شو
څه عجیبه، څه غریبه قافله ده، د ژوندون؟
چا ته مخ کې هر څه خاندي، په ښکلا ښکلا د ژوند کې
چاته هره څاڅکه اوښکه، څه درنه ده د ژوندون؟
وايي: دا دې خپل نصیب دې، که مني ېې او کنه
څه بې رحمه، بې قانونه، فیصله ده د ژوندون؟
(رڼا) ته ېې د ښایست او مینې هره شیبه ستایه
دلته ډکه د نفرت په رنګ آیینه ده د ژوندون
رڼا.م