کلونه شول بدل، دلته وختونه شول بدل
د ژوند د هرې لار سره ګامونه شول بدل
هر داغ او هره څړیکه د ټپو مې لا ځلیږي
نصیبه که د لښتو دې وارونه شول بدل
لښکرو د یادو ېې ژړیدل کله هیر کړي
ساقي د سترګو اوښکو ته جامونه شول بدل
زما د زړه ماشوم چیرته له دې نه لیرې نه شو
که څومره د (رڼا) رانه فکرونه شول بدل
(رڼا.م)