نن

نن مې د لمر په زیړو څڼو پورې

یو څو ګلونه د زړه وتړله

او بیا مې ښکل کړل ستا په لاره باندې

لمر راته سترګو کې سترګګ وکړلو

او په کرار کرار ېې ګرمه غیږه

ستا د خوږې مینې راولیږله

نن مې د سترګو ارمان

نن مې دزړه جونګړه

نن مې هوس دمینې

ستا په خیالو لوبیده

د سهار وږمه

ماته د سترګو په کاسو کې چې لیدلې نه شې

زما اوستا په یارانه کې زیاتې څه پاتې دي

نن چې سبا شوه او سبا مې بله ورځه داسې

د مینې خونده په وعده کې زیاتې څه پاتي دي

زه په تیارو کې د بیلتون نن عادتي غوندې یم

شپې د وصال ته په ډيوه کې زیاتي څه پاتې دي

د خیال ګلابه زړه ډوبیږي ستا نظر کې مدام

یمه نشه په  پيمانه کې زیاتې څه پاتي دي

د بیلتون اوره، حوصلې درنه پوښتنه کوي

شولو ایره نو په لمبه کې زیاتي څه پاتي دي

ستا د بدن د عطر بوې چې په ما ونه لږي

پریږده سهاره په وږمه کې زیاتي څه پاتي دي

اوښکې مې پاکې په سالو د ارمانو کړې رڼاImage

نور له ژوندونه په ګیله کې زیاتې څه پاتي دي

زندګي

ګرانه بیله تانه زندګي ښکاري
څومره مې حیراته زندګي ښکارې

چاته لاس په غاړه د زړه راز کړمه
واه، چې بې ګریوانه زندګي ښکاري
ولې به کاروان د هیلو ګوډ نه وې؟
نن چې بی ساروانه زندګي ښکاري
بیا مې ګنهکار زړه ملامت کړلو
خود به مې بې شانه زندګي ښکاري
هر ځلې چې مینه زړګي کړي ده
هومره پښیمانه زندګی ښکاري
هر قدم په لار زما په زړه خیژي
څومره مې نا ځوانه زندګي ښکاري
ماته دې یوه شیبه شي ټول عمر!…
داسې چې بی تانه زندګي ښکاري

رڼآ مومند”

قسم

ستا غمونه ماته څه اشنا ښکاري

هومره که روا او ناروا ښکاري

زړه مې ستا د زړه کیسه په غوږ اوري

هومره که کڼه دغه دنیا ښکاري

بیا مې د ارمان ناوي ناري وهي

څومره نیمخوا راته دنیا ښکاري

(ماوې زه به مخکې درته وژاړم)

سترګي خو د تا نن په ژړا ښکاري

ژونده! ماویل زه دی  قرباني یمه؟

دلته خو هر څوک راته سودا ښکاري؟

بیا دزړه ټوټې په لاس را ټولي شوۍ

ورانه مې د هیلو بیړی بیا ښکاري

ستا غم او زما غم سره یو دی نن!

شوڼډو دا وعده نن  د رڼا ښکاري!

 

رڼا مومند (فبروري )۱۲/۲۰۱۲